Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

په زړه پورېژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

د اولاد په روزنه کې زموږ مسئولیتونه

موږ څنګه کولی شو چې د خپل اولاد په سالمه روزنه کې مثبت رول ولوبوو او ښه مسئولیت ادا کړو؟

په اوسنیو وختونو کې د مختلفو دلایلو له وجي پلرونه د اولاد له روزنې لري پاتي دي، که ووایو زموږ د افغاني ټولني اکثريت میندې بې سواده دي او اکثره له کوره نه وځي نو د اولاد د پالنې او تربیې مسوليت د هغوی په اوږو بار وي ، خو د اولاد روزنه او تربیه د مور او پلار ګډمسؤليت دی  او د دواړو ښه تفاهم د اولاد په ښه روزنه کې ګټور ثابتيدلي شي، پر اولادونو د مور اغيز شته خو برعکس د پلار اغيز په اولاد باندي که مثبت وي او که منفي ډير لا ډېر وي عموماً ماشومان د خپلو پلرونو په مقابل کې لوی فکر او تصور کوي، پلار په خپلو حرکتونو او چال چلند سره اولاد ته زده کړه ورکوي، همدغه چال چلند که د پلار سم وي د اولاد ښه شخصيت جوړيدلی شي مګر که د پلار چلند سم نه وي د اولاد د شخصيت زیان ویني.

نور ولولئ: د انسانانو تر منځ مینه د احساس تر څنګ پر بدن هم اغېزې لري

د مور په نسبت د پلار اغېزې

په اولادونو باندي د مور په نسبت د پلار نصیحت ډیر اثر کوي، کارپوهان وايي: هغه پلرونه چې خبرې او اعمال یې سره برابر نه وي نو د اولادونو لپاره هیڅکله غوره او د تقلید وړ نه شي ګرځېدای ځکه ماشومان دې ته متوجې کيږي چې د پلار اعمال او خبرې له یو بل سره په ټکر کې دي، نو د پلار نصیحتونه او لارښوونې ورباندي اغيز نه کوي، پلرونه باید له خپلو ميرمنو سره د اولاد په روزنه کې همکار واوسي او هيڅکله هم د خپل اولاد په روزنه کې ناغيړي او سستي ونکړي،کله چې کومه مور خپل اولاد ته په بد کار سزا ورکوي نو پلار ته پکار ده چې له خپلې ميرمنې سره خپل ماشوم ته سالمه لارښوونه وکړي يو پلار باید تل له خپلې میرمنې سره په ځانګړي توګه د خپل اولاد تر مخه ښه رويه او چلند وکړي، موږ تل دا فکر کوو چې د اولاد په روزنه کې مور مهم رول لري خو د پلار رول خورا ډیر اغيزمن وي.

نور ولولئ: ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟

پر خپل ځان باندې د کنترول درلودل

د ښه اولاد روزنه د ښه ژوند راتلونکې ده، هوښياران وايی: څلور نعمتونه که د چا په نصيب شي د مرګ په وخت دې هيڅ ارمان نه کوي، اول: په ماشومتوب کي ښه روزنه، دوهم: په ځواني کې د نفس حاکميت، دریم: په پاخه عمر کې رښتينولي، څلورم: په بوډاتوب کې نيکه او ښه مشوره ، هره کورنۍ د خپل اولاد په روزنه اوتربيه کې مسؤله ده دا زه نه وايم د الله حکم او احکام دي نو که اولاد مو ښه روزنه او تربيه د خپل مور اوپلار نه اخيستي وي دغه اولادونه به د خپل مور او پلار په هيلو سره سمه وده وکړي، امام غزالي وايي د ماشوم ورکړه مور او پلار ته د الله له طرفه امانت دي، پکاره ده تل له هغو لارو چارو څخه ګټه واخلو چې د اولاد د ښې روزني او تربيې باعث وګرځي، نو زموږ بری او کاميابي په هوښيارو اولادونو کې ده او د ماشوم بری او کامیابي په ښه روزنه او تربیه کې ده، ځان ته له الله نه اولاد ته د ښي تربيي او روزني توفیق غواړم.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button