نړیوال خبرونه

د اوکرایین جګړه؛ مسکو کې بیا د ډرون برید شوی

مسکو کې تازه د اوکراین له لوري د ډرون الوتکو برید شوی او لوړه ودانۍ یې په نښه کړې

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ويلي‌، په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي دي.

د ښاغلي سوبیانین په وینا یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و.

نور ولولئ: روسیي ځواکونو پر کیېف د توغندیو نور پراخ بریدونه کړي

د مسکو ښاروال وايي‌ دغه برید کې د ‘موسکوا سېټي کمپلکس’ د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.

هغه زیاته کړې چې څو نور ډرونونه راغورځول شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت اعلامیه

له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د مسکو سیمه کې دوه اوکراییني‌ ډرونونه د هوايي‌ دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوي‌ دي.

نور لولئ: پر کیېف د روسیې تندریز بریدونه

د دغه وزارت اعلامیه کې راغلي چې دریم ډرون د بریښنايي جګړې تجهیزاتو په وسیله له ځپل کېدو وروسته موسکوا سیټي کمپلکس کې پر یوه غیر استوګنیزه ودانۍ راپرېوتی.

په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوي او کرېملین یې پړه پر اوکرایین اچوي.‌

خو کیېف عموما په زغرده پر دغو بریدونو تبصره نه کوي.‌

د زېلېنسکي پر پلرني‌ ټاټوبي خونړی برید

ودانۍ کې شاوخوا ۳۵۰ کسان ایسار پاتې وو چې وروسته وژغورل شول

مسکو کې د ډرون تر دغو تازه بریدونو څو ساعته مخکې د اکرایین کریفيې‌ریه ښار کې د روسیې په راکټي بریدونو کې د یوه ۱۰ کلن ماشوم او د هغه د مور په ګډون ۶ کسان وژل شوي وو.

خو اوکراین بیا دا شمېره زیاته ښيي

‌د اوکرایین کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې نږدې ۷۰ کسان ټپي شوي هم دي.

د ځايي چارواکو په وینا د روسي ځواکونو توغندي د ملکیانو د استوګنې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ او یوه پوهنتون لګېدلي دي.

سیمه ییز والي سېرهي لیاڅک د دغه برید د قربانیانو په یاد یو ورځنی ماتم اعلان کړی.

کریفیې‌ریه د اوکرایین د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي پلرنی ټاټوبی دی.

روسي ځواکونه پر دغه ښار پرله پسې بریدونه کوي.

همدا تېره جون میاشت هم دغه ښار کې د روسیې په پراخو راکټي بریدونو کې په یوه ورځ ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپي‌ شوي‌ وو.‌

دارنګه تېره دوه ورځې وړاندې د اوکراین ولسمشر ویلي وو، چې نور به جګړه مسکو ته ور وګرځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button