نړیوال خبرونه

روسیي ځواکونو پر کیېف د توغندیو نور پراخ بریدونه کړي

د اوکراین پر پلازمېنه کیېف نور هوايي بریدونه شوي. په دغو بریدونو کې توغندي او چاودېدونکي ډرون دواړه کارول شوي دي

تر اوسه د ۳ کسانو د ټپي‌ کېدو خبر ورکړل شوی دی. اوکرایني چارواکو‌ ویلي د هوايي دفاع سیستمونو یې ۱۸ توغندي هوا کې په نښه او شنډ کړي دي.

د روسیې دغو تازه بریدونو له کبله کیېف کې د سهار ۲:۳۰ بجې د خطر زنګ وکړنګول شوی او تر دوه ساعتونو یې دوام درلود.

نور ولولئ: چین کولای شي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي

په دې موده دغه ښار کې د سترو چاودنو پر له پسې غږونه اورېدل شوي او ځايي چارواکو د پلازمېنې اوسېدونکو ته د انلاین پیغامونو په وسیله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.‌

د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر والېري زالوژني وايي: روسانو د شمال، سویل او ختیځ لخوا پر کیېف له هوا، ځمکې او سمندره ۱۸ توغندي توغولي.‌

د پلازمېنې کیېف د پوځي ادارې مشر سېرهي‌ پاپکو هم ویلي چې په لنډ وخت کې د ګڼو توغندیو برید وشو

هغه زیاته کړې:”د لومړنیو مالوماتو له مخې د دښمن ډیری اهداف د کیېف فضا کې په نښه او لمنځه وړل شوي دي.”

له دې سره د کیېف اوسېدونکو ته ویل شوي چې د خونو له کړکیو لېرې واوسي چې هوا کې د ویشتل شویو توغندیو پاتې شوني ځمکې ته راپرېوځي.

د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د توغندیو پارچې د ژوبڼ په ګډون د ښار مرکزي برخو کې پرېوتې دي، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.

نور ولولئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

د پلازمېنې سولومینسکي ناحیه چې نړیوال هوایي ډګر هم پکې دی، د راپور له مخې تر ټولو ډېر په نښه شوی دی.

ښاغلي پاپکو ويلي د دغو بریدونو له کبله په یوه غیر استوګنیزه سیمه کې اور هم لګېدلی و چې وروسته بېرته ووژل شو.

روسیې روانه میاشت له شاوخوا ۵۰ ورځنۍ وقفې وروسته پر کیېف خپل بریدونه له سره پیل کړل

اوکرایني چارواکي داسې انګیري چې مسکو دا تګلاره د دې لپاره خپله کړې چې د دوی د هوایي دفاع سیستمونه له کاره وغورځوي.

دوی وايي دغه سیستمونه د ډرون او توغندیو د بریدونو شنډولو کې خورا بریالي ثابت شوي دي.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي تېرې څو ورځې په اروپايي دوره بوخت وو او په دې لړ کې ورسره د بریتانیا، فرانسې او جرمني لخوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د مرستو ژمنه وشوه.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button