نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د ايټالیه ډاکټران: د کرونا مخکینۍ زورندۍ پاتې

د ايټاليې ډاکټرانو دا منلې ده چې کرونا هغه زور ندۍ پاتې کوم چې پخوا وو هغوي ویلي ، په اول کې چې کورونا څومره خطرناک و، اوس کمزورى شوى دى.او لګ وخت کې به دغه وبايي ناروغي نوره هم کمه شي.

د رايټرز خبري اژانس د راپورله مخې د ميلان د سان ريفيلي روغتون سر ډاکټر البرټو زينګريلو په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې رښتيا خو دا دي چې په طبي لحاظ دا ويروس نور په ايټاليه کې ختم دۍ. هغه په خپلو خبرو کې وويل، په تېرو ١٠ ورځو کې چې د کورونا ټيسټونو کومه کچه ليدل شوې ده، هغه د تېرو ٢ مياشتو په پرتله  د نه شتون په معنا ده.

هغه د ايټاليې پر حکومت غږ وکړ، چې ګرځبندېز دې پرلپسې ډول باندې ژر ختم کړي او ورته يې وويل، چې د ويروس د دويمې مرحلې په اړه خلکو ته خبردارى ورکول يوازې په خلکو کې ويره خپرول دي. همدا راز د ايټاليې د جينوا ښار د سان مارټينو روغتون د وبايي ناروغيو د مرکز مشر ميټيو باسيټي هم د ډاکټر البرټو له خبره سره همغږي ښکاره کړې ده او ويلي يې دي چې دا ويروس اوس د پخوا په څېر خطرناک نه دى.

هغه وايي، دوه مياشتې مخکې چې دا ويروس څومره طاقت و، اوس يې هغه کچه نه ده پاتې، دا ښکاره ده چې کورونا ويروس اوس له مخکې څخه بدل شوى دى.

د يادولو وړ ده چې ايټاليه يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کورونا ويروس له امله زيات اغېزمن شوى دى، خو اوس په دغه هېواد کې هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ نوې پېښې ثبتېږي، چې د پخوا په څېر ډېرې کمې دي.

خو ډبلیو ایچ اوبيا د ايټاليې د دغه ډاکټرانو د ادعا په اړه ويلي دي، چې د دوى ادعا ساينسي ثبوت نه لري او له څېړنو وروسته به معلومه شي، چې کورونا ويروس کمزورى شوى او که لا هم د پخوا په څېر دى.

بلخوا بیا افغانستان کې دغه ویروس ورځ تر بلې په زیاتیدو دۍ اوسمهال د مثبتو پېښو شمیر د ۱۵زرو نه اووښتۍ دۍ.اولاهم دغه ویروس د کابل په شمول ټولو ولایاتو کې مخ په تیزیدو دۍ او هره ورځ سلګونه کسان پرې اښته کيږي.

دا هم باید یاده کړو چې کرونا ویروس ورځ تر بله نور هم زیاتیږي باید عام وګړي د احتیات نه کار واخلي د بې څایه تګ راتګ نه ډډه وکړي او د ډاکټرانو په لارښوونو عمل وکړي ترڅو د کرونا ویروس نه مخنیوۍ وشي او د دې له امله د مړو تعداد هم کم شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button