اقتصاد او سوداګري

د ایران تازه ژمنه؛ تهران له افغانستان سره د انرژۍ همکارۍ پراخوي

د ایران تازه ژمنه افغانستان ته؛ د دغه هېواد د انرژۍ وزیر عباس علي‌ابادي ویلي، تهران غواړي د برېښنا او اوبو په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

عباس علي‌ابادي دا څرګندونې کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

WEBMAP IRAN AFGHANISTAN HIRMAND

د ایران تازه ژمنه د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف

په کابل کې د ایران سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د علي‌ابادي له قوله ویلي، ایران د افغانستان سره روانې همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصت بولي.

د راپورونو له مخې، د ایران د انرژۍ وزیر د غويي یا ثور په ۲۶مه کابل ته سفر کړی و او هلته یې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ، برېښنا او اوبو اړوند همکاریو په پراختیا خبرې کړې دي.

ChatGPT Image May 18 2026 12 15 00 PM 1

ایران له کلونو راهیسې هرات ته برېښنا صادروي

ایران له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان لوېدیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات ته برېښنا صادروي، خو د افغانستان د اوبو بندونو په اړه یې تل اندېښنې څرګندې کړې دي.

تهران ادعا کوي، هغه بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي، ایران ته د بهېدونکو اوبو اندازه یې کمه کړې ده.

د ایران تازه ژمنه داسې مهال مطرح کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي اقتصادي او انرژۍ اړوند اړیکې پراخې کړي.

zOer7QpICLeVGnoa3PztVOA3kU2eNi8JvFYUHJdS

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button