سیاستسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نوي ډهلي ته ورسېده

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نوي ډیلي کې د ایران او هند د ګډ کمیسیون په غونډه کې د ایران استازیتوب په موخه نوي ډیلي ته رسېدلی دی. پاکستاني رسنۍ جیونیوز هم خبر ورکړی، چې عراقچي به د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو هم خبرې وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوالي سره، ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن(پنجشنبه، د غویي ۱۸مه) په نوي ډیلي کې د ایران او هند د ګډ کمیسیون په غونډه کې د ایران استازیتوب وکړي.

دا غونډه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کېږي چې هند د پاکستان د خاورې په ځینو برخو توغندیز بریدونه وکړل، او له امله یې د اسلام‌اباد سخت غبرګون وښود.

ایران تر دې وړاندې اعلان کړی و. چې چمتو دی د خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. له دې سره رسنۍ جیونیوز هم خبر ورکړی، چې عراقچي به د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو هم خبرې وکړي.

عباس عراقچي مخکې اسلام‌اباد ته سفر کړی و، او د سیمې د وضعیت په اړه یې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې. د دې سفر پر دوام ، هغه ټینګار وکړ چې ایران، د یو ګاونډي هیواد په توګه، غواړي د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ تفاهم رامنځته کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

دا هم ولولئ:  پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

عراقچي وویل، چې ایران چمتو دی له ښه نیت سره د هند او پاکستان د نږدې کولو لپاره هر اړین رول ولوبوي. هغه ټینګار وکړ چې د سویلي اسیا په سیمه کې ثبات او سوله د تهران لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب دی.

په وروستیو لسیزو کې د هند او پاکستان دواړو سره د ایران اړیکې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پراخې شوې دي. د کشمیر او د پولې هاخوا بریدونو په اړه د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، په سیمه کې د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ د پراخې شخړې د احتمال په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button