نړیوال خبرونه

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي او رښتیني بللي دي

د ایران او اسرائیل ترمنځ اړیکې هغه مهال کړکېچن حالت ته لاړې چې اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ هوايي برید وکړ.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون د اپرېل ۱۲مه خبریالانو ته وویل چې هېواد یې حالات له نژدې څاري.

د کربي په وینا متحد ایالتونه غواړي چې ډاډه شي چې له اسراییل سره د دفاع لپاره ټول امکانات شته.

د ایران له لوري ګواښ د اندېښنې وړ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر هم ویلي چې له تېرو څو ورځو راپه دې‌خوا د ایران له لورې ګواښونه د اندېښنې وړ دي.

مېلر وايي: موږ په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښمن یوو.

هغه وايي: “موږ په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښمن یوو. دا هغه څه دي چې د اکټوبر د اوومې نېټې له بریدونو راپه‌دې‌خوا یې د کمولو او مهارولو لپاره هڅې کوو، په ځانګړي توګه د ایران وروستیو ګواښونو ته چې د اسراییل دولت او خلکو ته یې کوي.”

نور ولولئ:  سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس ډلې مشر ۳ زامنو وژل کېدل او د امیرخان متقي تسلیت

د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د اوو غړو په ګډون دولس تنه ووژل شول. په دوی کې دوه د سپاه جنرالان وو. تر دې وروسته تهران وویل چې غچ به واخلي.

iran (3)
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د دې کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکي هلې ځلې هم زیاتې شوې دي.

پر اسرائیلو د ایران د حملې د مخنیوي هڅې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل چیني سیال وانګ یي سره په ټیلفون خبرې کړي او هغه یې هڅولی چې پر ایران له خپل نفوذه په استفادې تهران وهڅوي چې پر اسراییل حمله ونه کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسراییل کې خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې له لویو ښارونو بهر سفر ونه کړي.

واشنګټن له خپلو خلکو دا هم غوښتي چې ایران او لبنان ته ولاړ نه شي.

بریتانیا، فرانسې، ناروې، هند او روسیې هم له خپلو اتباعو د امریکا په څېر غوښتنې کړي دي.

په منځنۍ ختیځ کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه اوومې میاشتې ته داخله شوې، اوس د ایران او اسراییل جګړې ته اندېښنې په زیاتېدو دي چې د سیمې وضعیت به ورسره نور خراب شي او دا کړکېچ به پسې پراخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button