نړیوال خبرونه

د ایران د پارلمان مشر: طالبان دې د زموږ غوښتنو ته مثبت او رغنده ځواب راکړي

د ایران د پارلمان مشر محمد قالیباف هم د نورو ایراني چارواکو په څېر فکر کوي چې د افغانستان خوا ته د هلمند سیند د اوبو کافي زېرمه شته او په افغانستان کې يې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ایران د حکومت غوښتنو ته مثبت او د ده په ټکو رغند ځواب ورکړي

ښاغلي قالیباب د ایران د پارلمان د پرونۍ عمومي غونډې په پرانیستې وينا کې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق پر سر د شته تړون بشپړ عملي کېدل حتمي او د دواړو ملتونو په ګټه وباله.

نور ولولئ: افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي

هغه د ایران او افغانستان په اړیکو کې د یوې جدي ستونزې د مخنيوي لپاره د ایران غوښتنو ته د طالبانو د رغند ځواب ورکولو غوښتنه هم وکړه.

خو له دې وړاندې په دې تړاو د ایران د پارلمان د غړو او له هغه وړاندې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي څرګندونې له خبرداریو ډکې وې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته په خپل رسمي غبرګون کې ټینګار کړی و چې په دې تړاو د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي خو د وروستیو کلونو د سختې وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ټيټه شوې او کافي اوبه نشته.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د ایراني چارواکو بیا بیا غوښتنې او د دوی په ټکو نامناسبې څرګندونې يې په زیان بللې وې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسين کاظمي قمي هم ویلي چې ایران د هلمند سیند له اوبو د خپل حق غوښتو کې د طالبانو پر حکومت خپلې غاړې خلاصې کړې.

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

هغه زیاته کړې وه که ایران ته د هلمند سیند له اوبو د دوی حق ورنکړل شي نو دوی پوهېږي چې څه وکړي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي بیا ویلي وو چې له طالبانو سره دې تفاهم وشي او ایرانی پلاوی دې پرېښودل شي چې وګوري آیا ریښتیا هم اوبه د وچکالۍ له امله کمې شوې کنه.

تر اوسه د ورته تفاهم او یا هم کوم پلاوي د سفر په اړه د دواړو حکومتونو لخوا رسمي څه نه دي ویل شوي

تېره ورځ د ایران د دفاع وزارت یوه پلاوي کابل ته په یوه سفر کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له چارواکو سره کتلي.

نور ولولئ: طالبان؛ له ایران سره پولې ته نږدې د بند جوړولو چارې چټکوو

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا، د طالبانو د وسله وال پوځ د لوی درستيز مرستیال حاجي مالي خان صديق په مشرۍ یوه پلاوي د ايران له لوري په نړیوالو چارو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستيال بهرام حسيني مطلق په مشرۍ یوه پلاوي سره د پولې په اوږدو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه غږېدلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button