نړیوال خبرونه

طالبان؛ له ایران سره پولې ته نږدې د بند جوړولو چارې چټکوو

د طالبانو حکومت وايي چې له ایران سره پر پوله د فراه ولایت د بخش اباد بند کارونه چټکوي

دغه خبر د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي په خپله ټویټر پاڼه خپور کړی چې په وینا یې د دغه بند کارونه به نن د ده په وينا، د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پيل شي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي

د بخش اباد بند د جوړولو کار له پخوا روان دی خو لومړی ځل دی چې طالبان یي په داسې وخت کې د کار د چټکولو خبره کوي چې له ایران سره یې د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندریو زور اخېستی.

په دې لړ کې تازه د افغانستان لپاره د ایران چارسمبالي سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې که ثابته شي چې طالبان ایران ته د اوبو خپل حق نه ورکوي نو په وینا یې، باید ځواب یې وایي.

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ښاغلي قمي له قوله وايي چې ”ایران د بل هر هېواد پرتله افغانانو ته خدمت کړی، خو په وینا یې تېر کال د طالبانو وینا برعکس نږدې دوه میلیارده مکعبه اوبه ګودرزرې ته بهیدلې دي.”

د ایرنا په رپوټ کې د ښاغلي قمي له قوله راغلي:

”د طالبانو مسلکي کسان وايي چې د وخت له تېرېدو سره په کمال خان بند کې شپیته سلنه اوبه کمې شوې دي، خو موږ وایو چې زموږ کارپوهان باید د بند له لیدو وروسته د دې خبرې واقعیت وګوري.”

نور ولولئ: د ایران ولسمشر ته د طالبانو په غبرګون وايي پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي

د ښاغلي قمي په خبره هر وخت چې زموږ کارپوهان افغانستان ته لاړ شي، هغه وخت کولای شو، یوه تګلاره وړاندې کړو، او په غوڅ ډول تګلارې ولرو.

د یادونې ده چې له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ویلي، ایران ته د افغانستان هلمند سیند کې د حقابې موضوع کې د طالبانو حکومت دریځ تر هغه ورته د منلو نه او غیر حقوقي دي چې تر څو د دوی کارپوهانو پخپله دا رښتیا مالوم کړي‌ نه وي.

نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر د راپورته شویو ناندریو په ترڅ کې ایراني چارواکي دا تازه څرګندونې د طالبانو حکومت تر یوې اعلامیې وروسته کوي چې وايي: د وچکالۍ له کبله د کمال خان بند اوبه کمې دي او ایران ته د ورپرېښودو نه دي. همدا راز یې په خبرپاڼه کې وضاحت ورکړی چې د کجکي بند اوبه هم دومره کمې دي چې که پرې یې هم ږدي نو تر ایران به ونه رسېږي.

د فراه ولايت بخش آباد بند ۲۷ ميګاواټه برښنا توليدوي

د افغانستان مخکیني حکومت په فراه ولایت کې پر فراه رود سیند نژدې ۱۳ کاله مخکې د بخش اباد بند چارو په تړاو لومړي له یوه پاکستاني او بیا وروسته ۲۰۱۶م کال کې له یوه ایټالیايي او یوه افغان شرکت سره تړون وکړ.

دغه بند په سلو زرو هکتارو ډېره ځکمه خړوبولی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button