د ایران فضايي حریم تړل شوی؛ د امریکا د احتمالي پوځي اقدام راپورونه زیات شوي

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د هېواد د لوېدیځو سیمو د فضايي حریم د موقت تړل کېدو اعلان کړی، په داسې حال کې چې امریکايي رسنۍ د ایران پر ضد د احتمالي نوو بریدونو د چمتووالي خبر ورکوي.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د تهران د الوتنو د معلوماتي حوزې په لوېدیځه برخه کې د مسافرو وړونکو الوتنو جوازونه تر بل اعلان پورې لغوه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، اوس مهال یوازې محدود شمېر هوايي ډګرونه فعال ساتل شوي، چې مهرآباد، امام خمیني، اصفهان او یزد هوايي ډګرونه هم پکې شامل دي.
د ایران فضايي حریم د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوی
شنونکي وایي، د ایران فضايي حریم تړل کېدل ښايي د احتمالي امنیتي ګواښونو او پوځي تحرکاتو له زیاتېدو سره تړاو ولري، ځکه په وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ بیا زیات شوی دی. د ایران فضايي حریم تړل شوی
بل لور ته CBS News راپور ورکړی چې امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
راپور کې د هغو سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي خپاره شوي، ویل شوي چې د جمعې په ورځ د پوځي اقداماتو اړوند لومړني تیاریانې ترسره شوې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
ټرمپ له امنیتي سلاکارانو سره غونډه کړې
په ورته وخت کې د وال سټریټ ژورنال یوې خبریالې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په وروستیو ساعتونو کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره ځانګړې غونډه کړې ده.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ایران اړوند پر راتلونکو اقداماتو بحث شوی، خو سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول د هر ډول پوځي اقدام پخلی نه دی کړی.
سرچینې وایي، ټرمپ په غونډه کې ډیپلوماسۍ ته د لا ډېر وخت د ورکولو خبره کړې، خو په عین حال کې یې پوځي انتخاب هم رد کړی نه دی. د ایران فضايي حریم تړل شوی
د سیمې هېوادونه د کړکېچ د پراخېدو اندېښنه لري
د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له راپورونو سره هممهاله، د سیمې یو شمېر هېوادونه او نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې وضعیت د خبرو اترو له لارې کنټرول شي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې هر ډول مستقیم پوځي تقابل کولای شي د منځني ختیځ امنیت، نړیوال بازارونه او د انرژۍ لېږد له جدي ستونزو سره مخ کړي.



