سیمه

د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په سقوط شوي چورلکه کې مړه شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په چورلکه کې مړه شوي دي

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي د خپل هیواد ولسمشر ته په هوايي پېښه ژوره خواشیني ښکاره کړه.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، خامنه يي ویلي: د دغو ټولو خدمتګارانو لپاره دعا وکړئ؛ د ایران ملت دې اندېښمن نه وي. د هیواد په چارو کې به هیڅ ستونزه پېښه نه شي.

ایراني رسنیو د خپل ولسمشر ابراهیم ريیسي پخوانی عکس خپور کړی و چې له څرخکې کښته کېږي.

اوس ایراني چارواکي وايي چې د رييسي د څرخکې د لوېدو له ځایه خبر نه دي او د شپې تیاره سبب شوې چې د پلټنې چارې یې ټکنۍ شي.

ایراني چارواکو د ريیسي لپاره د دعا غوښتنې

وروسته له دې چې تسنیم خبري اژانس د ريیسي پخوانی عکس د هغه د تازه عکس په نوم خپور کړ، اسراییلي رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د ولسمشر څرخکه لوېدلې او ريیسي غالباً وژل شوی دی.

له ريیسي سره په څرخکه کې د ایران د باندنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان هم سپور و.

نور ولولئ: د ایران ولسمشر ته د طالبانو په غبرګون وايي پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي

نور ولولئ: د ایران ولسمشر اسلام اباد ته پر رسمي سفر تللی

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د سپاه پاسدران د قوماندان په قول راپور وکړ چې د ولسمشر د څرخکې د لوېدو دقیق ځای پېژندل شوی دی.

screenshot 2024 05 20 092458
screenshot 2024 05 20 092458

د ختیځ اذریایجان د سپاه پاسداران قوماندان په دې اړه وویل:«د څرخکې او د هغې د یوه عمله د موبایل ټېلفون سیګنال د پېښې له ځایه ترلاسه شوی دی.»

ده زیاته کړه چې پولیس د دغه ځای لور ته، چې سیګنالونه ورڅخه ترلاسه شوي دي، روان شوي دي.

له ایران سره د ترکیې همکاري

له پېښې وروسته ترکیې ایران ته د پلتنې وسایل ولېږل او روسیې، قطر او سعودي عربستان د مرستې وړاندیزونه وکړل.

خو د ایران حکومت له اروپايي اتحادیې د مرستې غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر په څه ډول څرخکه کې سپور و؟

د ایران د ولسمشر او باندنیو چارو وزیر د سپرلۍ څرخکه په اویایمه لسیزه کې د امریکا په ټکساس کې جوړه شوې وه.

له دې هیلي کوپټر څخه د مرستو رسولو، اور وژنې او ترانسپورت په برخو کې کار اخیستل کېږي.

دا څرخکه دوه ماشینونه لري او ۱۵ تنه سپرلي او څه باندې ۲ ټنه بار وړلی شي.

دا څرخکه په ساعت کې ۲۲۰ کیلومتره مزل کوي او ۵ کیلومتره لوړېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button