ټکنالوجيسیمه ییز خبرونه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

د روسیې پوځي نندارتون کې د ایران پرمختللي وسلې او تجهیزات نندارې ته ايښودل شوي

ایران مسکو کې د روسیې پوځ سږني نړیوال پوځي-تخنیکي نندارتون کې خپلې یو شمېر پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات نندارې ته ایښي دي.

په دغو تجهیزاتو کې ډرون الوتکې، برېښنايي جګړه ییز وسایل او د راډیويي څپو د کشف سیستمونه شامل دي.

نور ولولئ: د اوکرایین جګړه؛ مسکو کې بیا د ډرون برید شوی

د رپوټونو له مخې پر ایران سربېره شپږ نورو هېوادونو هم دغه نندارتون ته خپل پوځي تجهیزات استولي دي.

له ایراني وسلو څخه د روسیې د دفاع وزیر لیدنه

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو دغه نندارتون کې د ایراني تجهیزاتو غرفه کتلې ده.

د ایران له اړخه د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال عزیز نصیرزاده دغه نندارتون ته ورغلی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، د ایران استازي په دغه نندارتون کې ټینګار کړی چې روسیې سره “پوځي همکاریو” ته چمتو دي.‌

د تهران او مسکو ترمنځ پوځي اړیکې او همکارۍ په دې وروستیو کلونو کې پام وړ پراخې شوې دي.

ایران تېرو کلونو کې هم په دغه نندارتون کې برخه اخیسته.

له دې سره هممهاله رپوټونه وايي چې د چین دفاع وزیر هم نن مسکو ته تللی او ټاکلې له هغه ځایه بېلاروس ته ولاړ شي.

په دې نندارتون کې کومې ایرانۍ وسلې ایښودل شوي؟

ایران د روسیې پوځ نړیوال نندارتون کې خپلې ارش، ابابیل-۵ او کرار ډرون یا بې پیلوټه الوتکې نندارې ته ایښي.

د رپوټونو له مخې د ایران د دفاع وزارت اړونده غرفه کې د هانټر-۲ په نوم سیستمونه هم شته، چې د برېښنايي جګړې سیستم دی او د ایراني چارواکو په وینا د ۲۰۰ کیلومترو په واټن کې د بې‌پیلوټه الوتکو د کشف او پېژندلو وړتیا لري.

د سپاه پاسدران اړوند فارس خبري اژانس لیکلي چې په دغه نندارتون کې د دوی شاهد-۱۲۹، شاهد-۱۳۳، ارش-۲، مهاجر-۶ او شاهین ډرونونه هم نندارې ته وړاندې شوي.

نور ولولئ: شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

خو د روسیې د تخنیکي او پوځي تجهیزاتو په دغه نړیوال نندارتو کې د ایران شاهد-۱۳۶ چاودېدونکي ډرونونه نه ترسترګو کېدل، چې اوکرایین وايي روسیه یې د دوی پر ملکي تجهیزاتو بریدونو لپاره کاروي.

د کیېف لویدیځ ملګري او متحدان هم ورته ادعا کوي.‌

تهران بیا دا ردوي چې مسکو ته دې یې د اوکرایین جګړې لپاره ډرونونه ورکړي وي.

خو ایراني چارواکي دومره ملنې، چې پر روسیې یې د اوکرایین له جګړې وړاندې یو شمېر ډرونونه پلورلي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان وايي، اوکرایین تر اوسه داسې شواهد نه دي شریک کړي، چې د روسیې لخوا دې د اوکرایین جګړه کې ایراني ډورن کارول شوي وي.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button