سیمه ییز خبرونه

د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د افغان زده کوونکو پر نوم لیکنې بندیز

د ایران په یو شمېر ولایتونو کې افغان زده کوونکي ښوونځو ته نوم لیکنه نه شي کولی

دلته په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو تړل کېدو له امله زیاتې افغان کورنۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول تر څو یې لوڼه هلته زده کړې وکړي، خو اوس په ایران او پاکستان کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.

له ایران څخه راپورنه وايي، چې د دغه هېواد چارواکو په ځينو ښارونو کې ښوونځيو ته د افغان ماشومانو پر شموليت بنديز لګولی دی.

په کرمان، شېراز، کهګيلويه او بويراحمد ښارونو په ښوونځيو کې مسوولين د افغان ماشومانو نومونه نه ليکي.

په کرمان کې د زده کوونکو د نوم لیکنې بندېدل

د کرمان والي محمد مهدي فداکار د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د کرمان ولایت د پوهنې د شورا په غونډه کې وويل، چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې له سندونو پرته د افغان زده کوونکو نوم لیکنه په جدي توګه بنده شوې ده.

afghan (56)
افغان زده کوونکي

د ایران دغه چارواکي په کرمان ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړ، چې له اسنادو پرته د کډوالو د راجسټر کولو حق نه لري.

نور ولولئ: افغانه څېړونکې کبرا غلامي د حجاب نه مراعتولو په تور له ایران وشړل شوه

نور ولولئ: منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

د کرمان والي ویلي، د هغو ښوونځیو د مدیرانو پر وړاندې به قانوني چلند ترسره شي، چې د «غیرمجاز» اتباعو په ځانګړې توګه بې اسناده افغان کډوالو نوم لیکنه کوي.

په ورته وخت کې په شېراز کې یو شمېر افغان کډوال بیا وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د نوم لیکني اجازه نه ده ورکول شوې.

د کډوالو نه شامېلېدل

یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته د شېراز د یوه لومړني ښوونځي په دروازه کې د يوې خپرې شوي خبرتیا یوه ویډیو لیږلې، چې په کې لیکل شوي «په دې ښوونځي کې کډوال نه شاملیږي.»

په همدې حال کې فارس خبری اژانس هم د کهګيلويه او بويراحمد ولایت د سیاسي او امنیتي مرستیال جواد هاشمي له قوله په دغه ولایت کې له اسنادو پرته د بهرنیو محصلینو د نوم لیکنې د بندیز په اړه خبر ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان اتباعو د ايستلو او له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

وړاندې د ایران د پولیسو قوماندان هم ویلي وو، چې ایران په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه شاوخوا دوه میلیونه «غیر قانوني بهرني اتباع» له دغه هېواده وباسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button