سفر خبرونه

له ایران او پاکستانه تر ۳۰۰۰ زیات کډوال راستانه شوي

له ایران او پاکستانه تر ۳۰۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

بل خوا کډوال شکایت کوي چې په هېواد کې ورته د کار زمینه نه ده برابره او روزګار یې ښه نه دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دوه زره او ۸۰۶ تنه افغان کډوال له ایرانه د (غویي په ۱۲مه) د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له ‏مخې، په دغو ستنو کړای شویو کډوالو کې کورنۍ هم وې، چې ۳۸۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ورپېژندل شوې او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

په ستنو شویو کډوالو کې ۳۴ تنه بې سرپرسته ماشومان هم وو، چې د خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو په موخه مرستندویه ټولنې ته سپارل شوي دي.

له پاکستانه راایستل شوي کډوال

‏دا رنګه تر زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي دي.

‏د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه بله پرمختیا کې د اېکس په پاڼه لیکلي، چې یو زر او ۵۰ تنه افغان کډوال د (غویي له ۱۲مې تر ۱۴مې) له پاکستانه په زور اېستل شوي دي.

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

‏د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۲۵ کورنۍ چې ۶۶۲ تنه غړي لري په جبري ‏توګه له پاکستانه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.

پاکستان د ای سي سي او نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلوي

د سپین بولدک له لارې راغلي کډول

له بل پلوه د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۳ کورنۍ چې ۳۸۸ تنه کېږي په ‏جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.

‏د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو اېستل داسې مهال زور اخیستی، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د زورورو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.

که څه هم چې ګڼو مرستندویه ټولنو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړونده ادارو له دغو دواړو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي؛ خو لا هم دغه لړۍ روانه ده او دغو ستنو شویو کډوالو ته د کورونو او سرپناه د نشتوالي تر څنګ نورې ډېرې ستونزې هم ورترغاړې دي.

خو طالبان وايي، کډوالو ته یې سهولتونه برابر کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button