تجارت خبرونه

د ایکو سازمان غونډه کې د افغانستان اقتصادی وضیعت په اړه خبرې شوی

 افغانستان   افغانستان

د ایکو سازمان غونده  کې د  افغانستان په تړاو خبرې کړی  خو افغان استازی پکې  شتون نه درلوده د اقتصادي مرستو  سازمان ایکو د غړو هېوادونو استازو یکشنبه د ترکمنستان مرکز عشق اباد کې خپله پنځلسمه ناسته کې د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري  کړکیچ  خبرې کړی .

خو سږ کال د افغان دولت په استازیتوب یی هیڅ چاته  بلنه نه ده ورکړی. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یادې ناستی ته ویلی چی د افغانستان د وګړو شتمنۍ کنګل کول  د ژمي له سړی هوا سره  هم خورا  درد لري. نوموړي د افغان دولت هغو لس میلیارده ډالرو ته اشاره  وکړه  چې د طالبانو له واک څخه  وروسته د امریکا او اروپایي ټولنې له اړخ  کنګل شوي. ایراني ولسمشر ویلی د ژمي له راتلو سره  سم د افغانستان وګړي د بل هر وخت ډېر اقتصادي همکاریو  او سون توکو ته اړ دی.

نوموړی  زیاته  کړه ایکو سازمان په تېرو شلو کالو  کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ وده  کې  همکاری  کړې او باید اینده  کې هم دی همکاریو ته جریان ورکړی .ابراهیم رئیسي همدا رنګه  وعده  کړی  چې ایران د افغانستان وګړو  سره هر ډول همکاری کړی په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو زدکړو برخه کې هم  همکارۍ ته چمتو دی د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د شنبې پر ورځ یادې غونډې ته ویلی چی  په سیمه کې د انرژۍ د لېږلو پروژو لپاره سوله او امنیت  مهم دي.

دا هم ولولئ | طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي

ښاغلی قریشی ویلی چی  د ټاپي ګازو نل لیکې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې او همدا رنګه  د ترمز-مزار شریف او د کابل-پېښور ترمنځ د ریل ګاډو  پټلیو پروژو لپاره  افغانستان سره بیړنۍ همکاری  وشي .نوموړی  ویلی  د سیمې هېوادونه باید طالبان وهڅوي چې ټولشموه  حکومت جوړ کړي بشري حقوقو  او د ښځو حقوقو ته احترام  وکړي.

 او همدارانګه افغانستان کې د پوره امنیت  لپاره د ترهګرو پر ضد کارونه وکړی او زیاته کړی چی افغانستان کې د امینت  لپاره د شپږو ګاونډیو هېوادونو هغه غونډی  چې پاکستان پیل کړې  یو اغېزناکی چاری دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button