اقتصاد او سوداګريټکنالوجي

د باد انرژي راتلونکی به څه ډول وي؟

شاوخوا ۱۳۰۰ کاله وړاندې د باد ایسارولو یا راګرځولو په خاطر هم ماشینري کارول کېده

خو په اوس وخت کې داسې نه ده، بلکې اوس له باد څخه داسې استفاده کېږي چې د هغه لپاره له هغو ماشینونو کار نه اخیستل کېږي چې چاپیریال ککړ او زیان ورته ورسوي. په نړۍ کې د چاپیریال ساتنې په خاطر اوس اکثرو هېوادونو بادي او لمرینې انرژي ته مخه کړې ځکه د فابریکو او نورو غټو تولیدي صنعتي کارونو لپاره د برېښنا برابرولو لپاره له هغو ماشینونو کار نه اخیستل کېږي چې د ډبرو سکاره او هغه نفت په کې سوزول کېږي چې کاربن اوکسایډ تولیدوي.

په نننۍ نړۍ کې د باد په واسطه د برابرې شوې انرژي اندازه

په نړۍ که څه هم بادي انرژي کمه ده، خو د برښنا په برابرولو کې تر ټولو اسانه او چټکه لار لري. بادي انرژي د نړۍ په کچه ۵ سلنه برښنا تولیدوي چې په دې کې اته سلنه په امریکا کې ده. پاتې نوره بادي انرژي په جرمني، چین، هند او اسپانیا کې تولیدېږي.

لنډ به ووایو چې په نړۍ کې د بادي انرژي ظرفیت ۷۴۳ ګیګا واټ ته رسېږي چې په دې کې لویه برخه یې له سولر یا هندارو تولیدېږي.

نور ولولئ: نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

نور ولولئ: “انرژي تولیدوونکي اهرامونه” یوټیوب چینلونه د مصنوعي ځیرکتیا په مټ ناسم ساینسي معلومات خپروي

په لویه کې سولري او بادي انرژي ځکه نږدې اړیکه لري او یوه بلل کېږي چې باد په هغو سیمو کې ډېر رامنځته کېږي چې لمر یې ګرموي یعنې ګرمي ده چې زیاتره وخت د باد چلېدو ته لار هواروي.

کوم ډول بادي توربینونه کولی شي چې زیاته انرژي تولید کړي؟

بادي توربینونه ډېر دي خو په ټولیز ډول ۲۵۰ فوټه اوږد توربین د ۲.۵۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او په زرګونو کورونو او د اوسېدو سیمو ته برېښنا چمتو کوي.

نور واړه توربینونه بیا ډېری وخت په وړو او ویشلو سیسمتونو کې کارول کېږي چې په محلي کچه برښنا تولیدوي. په منځنۍ کچه ۱۰۰ فوټه لوړ توربین له ۵ تر ۱۰ کیلو واټ برښنا تولیدوي.

باید یادونه وکړو چې په دې وروستیو کې ۸۵۳ لوړ توربین باندې کار کېږي چې د لوی ظرفیت انرژي تولیدوونکی به وي او ډېره برېښنا به تولیدوي. دا تولیدي برېښنا به ۱۳ میګاواټه وي چې په زرګونو کورونو ته به برېښنا ورکوي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې اکثره هېوادونو په اوسني وخت کې د اقلیم تغیر وارخطا کړي او اکثره یې هڅه کوي چې د هغو درنو ماشینونو د کارولو مخه ونیسي چې چاپیریال ته غازات خپروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button