ټکنالوجي

نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

د امریکا د انرژۍ وزارت څلور سترې پروژې پیل کړي چې پر اساس یې نوې ټکنالوژي د کاربون اوکسایډ یا سکرو ځای نیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو پروژو پر بشپړولو به درې نیم ملیارد ډالره ولګېږي او د امریکا حکومت هیله لري چې له دې ډول تکنالوژیو څخه په استفادې به د روانې میلادي پېړۍ تر نیمايي پورې د مځکې په اتومسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ ګاز اندازه صفر ته ورسوي.

ډېر ساینس پوهان په دې باور دي، چې که غواړو چې د کاربون اندازه تر ۲۰۵۰ کال پورې صفر ته ورسېږي، داسې تکنالوژي ته اړتیا لرو چې کاربون لېرې او ټول کړي.

په دې اړه رسمي اعلامیه

د امریکا حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې پر دې پروژو به درې نیم ملیون ډالره ولګوي چې د هوا د مستقیم جذب څلور مرکزونه جوړ شي او د کاربون ډای اوکسایډ د زېرمه کولو او لېږدولو د ټکنالوژۍ د تاسیساتو له پراختیا سره مرسته وکړي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

د ملګروملتو د اقلیمي بدلون پلاوي تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و چې پکار ده نړۍ د کاربون ډای اوکسایډ د له منځه وړلو ټکنالوژۍ ته مخه کړي، او هغه ونې وکري چې کاربون جذبوي.

چاپیریال ساتنه او نړیوال مسئولیتونه

د ملګرو ملتونو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې دمګړۍ د ځمکې د تودوخې کچه له دوو درجو اوښتې ده. دلته ويره داده، که چېرته د نړۍ هېوادونو د کاربون د اخراج کنترول کې سمه ونډه وانخلي او د چاپیریال ساتنې په برخه کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه اجراء نه کړي، نو کېدای شي چې د ځمکې تودوخه نوره هم مخ پورته وخیژي او دنیا د یوه بل ناورین لور ته بوځي. خو مخ پر ودې هېوادونه هڅه کوي تر څو د خپلو تولیدي فابریکو، غازاتو کنترول او د اټومي بټیو لپاره نوي تکنالوژي، لمریزه، بادي او اوبیزه انرژي په کار واچوي تر څو د کاربون د خپرېدو مخه ونیسي او هوا پاکه وساتي. ددې تر څنګ مخ پر وده هېوادونه له دریمې نړۍ هېوادونو سره مرسته کوي تر څو د چاپیریال ساتنې په برخه کې مهمه ونډه واخلي او له دوی سره همکاري وکړي. په اوسنیو وختونو کې نړۍ هڅه کوي چې په نفتو چلېدونکې ماشینري او ترانسپورت هم برېښنايي سیستم ته واړوي او په دې ډول د هوا له ککړتیا مخیوی وکړي.

نور ولولئ: کرونا او نوې ټکنالوژي

دوی وايي، طبیعي حل لارې لکه د ونو کښېنول، د ټېکنالوژي کارول، د کاربون ټولول او زېرمه کول به د اقلیم د بدلون ناورین کم کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button