سیاست

د باغدارې بند د سروې قرارداد له یوې چینايي شرکت سره لاسلیک شو

طالبانو د باغدارې بند د سروې قرارداد له یوه چینايي شرکت سره لاسلیک کړ

د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل شمال ته په کاپیسا ولایت کې د باغدرې بند لپاره د امکان سنجونې د مطالعاتو د ترسره کولو لپاره د مس عینک د مسو کان له چینايي قراردادي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړ.

دغه قرارداد چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور او د چینايي قراردادي شرکت رئیس سن ون‌بینګ لاسلیک کړ، د بند لپاره جیوفزیکي او جیوتخنیکي مطالعات رانغاړي.

د افغانستان او چین مهم شراکت

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون د راپور له مخې، منصور دغه پروژه د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ په برخه کې “یو مهم پرمختګ” وباله.

هغه د لاسلیک د مراسمو پر مهال وویل: “دا پروژه به د افغانستان او چین ترمنځ د شراکت یو مهم پړاو وي.”

نور ولولئ: د اوبو او برېښنا وزیر ریسانو سره تعرفي ناسته وکړه

نور ولولئ: ملا برادر اخوند: موږ به ګاونډیانو ته د افغانستان بهېدونکي اوبه مهار کړو

د قرارداد له مخې، چینايي شرکت ژمنه کړې چې د اوبو او انرژۍ د وزارت په همکارۍ به د امکان سنجونې او تخنیکي ارزونو کارونه په اته میاشتو کې بشپړ کړي.

طالبانو د باغدرې بند د پروژې مالي ارزښت نه دی څرګند کړی، او د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو لپاره د مالي تمویل جزئیات هم مبهم پاتې دي.

په افغانستان کې د پروژو تر لاسه کولو کې د چین لېوالتیا

چین په افغانستان کې هڅه کوي چې د طالبانو د رژیم په موجودیت او د اساسي قانون په خلا کې د افغانستان زیربیناوو ته لاسرسی پیدا کړي او د خپل اقتصاد د ستنو لا قوي کولو لپاره ترې ګټه پورته کړي.

چین له طالبانو سره د ښو اړیکې پاللو له مخې هڅه کوي چې د افغانستان معادنونو او لیتیومو ته ځان ورسوي او په زیاتو برخو کې بریالی شوی هم دی.

کارپوهان وايي، که طالبانو له چین سره د قراردادونو په کولو کې احتیاط ونه کړي، نو کېدای شي، د افغانستان منابع په نه بیه له لاسه ووځي.

په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د دې بند د جوړولو لګښت شاوخوا ۵۶۰ میلیون ډالره اټکل کړی و، چې تمه وه د نړیوال بانک له لوري تمویل شي. خو دغه پروژه د پلان جوړونې له مرحلې وړاندې پرمخ نه لاړه.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند چې د پنجشیر او غوربند پر سیندونو جوړېږي، له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میګاواټه پورې د بریښنا د تولیدولو لپاره ډیزاین شوی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button