هنر او ادب

د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

د بالیووډ رومانټیک فلمونه تل د هلک او نجیلۍ تر منځ د لیدونو، یو ځای ګډا او نورو ورته مسئلو څخه جوړ وي

د بالیووډ سینما ځینې رومان فلمونه دي چې زیات کتل شوي او خلکو خوښ کړي دي، ځکه په دې فلمونو کې داسې صحنې انځور شوي چې هغه په هندي کلتور او له هند سره په ورته نورو فرهنګونو کې د مینې لپاره سیګنالونه بلل کېږي.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

نور ولولئ: د 2023 کال د بالیووډ ترټولو لوړ معاش اخیستونکی اداکار

په دې فلمونو کې اکثره رومانټیک دي چې دا ټول فلمونه تر ۲۳ رسېږي، خو موږ دلته ستاسو د معلوماتو لپاره یوازې څو دانې چې تر نورو په لیست کې مخکې دي، دلته بیانوو او ورباندې دغه وړه لیکنه چمتو کوو.

۱. یه جوانی های دیوانی فلم

دا یو هندي رومانټیک فلم دی چې په دې فلم کې د اوسني ځوان نسل د مینې نمانځل، مینه کول، په مینه کې ښکېلېدل او په ژوند کې د ملګرتیا او نورو اړخونو باندې خوندورې صحنې جوړوې شوې دي. دا ټول په داسې یوه حال کې خوندور راټول شوي چې سړی له خپل ځان سره یوې خیالي دنیا ته له ځان سره وړي.

۲. تم جاو… یا تم نه جاو

دا رومانټیک فلم په کالج کې د یوه هلک او یوې نجلۍ پر دوستۍ راڅرخي خو مینه نه ده. هلک ډېر ارام څوک وي او انجلۍ هم ډېره مینه ناکه وي. دوی دواړه تر هغو د مینې په درد نه پوهېږي، تر څو چې هلک یوه بله انجلۍ پیدا کوي او د هغه پخوانۍ کالجۍ ملګري دغه هلک او د هغه شرکت پرېږدي. وروسته له هغه دوی د یوه او بل زړه په درد پوهېږي. ددې هلک نوم په دې فلم کې جای او د انجلۍ هغه یې رجپوتي دی.

۳. جاب وي مېټ

دا هم د بالیووډ سینما جالب او رومانټیک فلم دی چې په خپله کیسه کې موږ ته مینه کول، خندا او د خوشاله ژوند چلونه راښيي. په دې فلم کې هغه څوک چې سخت زړي پنجابۍ انجلۍ ده، له یوه مات‌زړي سوداګر ادیتیا سره د هغه د ټوټې زړه په پیوندولو کې مرسته کوي تر څو د طلاق له مسئلې تېر شي او نوی ژوند پیل کړي.

دا انجلۍ ددې سوداګر غمجن ژوند په خوشالۍ بدلوي او له هغه سره داسې مرسته کوي چې هم یې زړه ټکوروي او هم یې له ژوند سره مینه ورپیدا کوي. دا فلم ډېره ښایسته کیسه لري او موږ ته راښیي چې څنګه خوشاله او له مینې ډک ژوند وکړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button