هنر او ادب

د بامیانو والي: بند امیر کې د ښځو لپاره پارک جوړوو

د بامیانو د طالبانو والي وايي چې دوی به د ښځو لپاره بند امیر کې ځانګړی پارک جوړ کړي

ملي پارک بند امیر د افغانستان مرکزي ولایت بامیان کې دی او له مهمو تفریحي سیمو بلل کېږي.

بند امیر ته هر کال لسګونه زره کسان لیدو ته ورځي او هلته مېلې کوي.

نور ولولئ: د بشري حقوقو د څار سازمان بند امیر ته د ښځو پر تګ بندیز غندلی

د طالبانو په واکمنېدا سره دغې سیمې ته د ورتلونکو کسانو شمېر لا ډېر شوی، خو څه موده وړاندې دې سیمې ته وروسته له هغه لا ډېر پام واوښت چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وویل ښځې دده په وینا د حجاب نه مراعاتولو له کبله له دې وروسته دغې سیمې ته نه شي ورتلی.

د طالبانو دې عمل ته د نړیوالو غبرګون

د طالبانو دې پرېکړې په کور د ننه او بهر غبرګونونه پارولي وو، خو د بامیانو لپاره د طالبانو ګومارل شوي چارسمبالي والي عبدالله سرحدي تازه څرګندونو کې له دولتي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، غواړي راتلونکی کال د بند امیر یوه برخه کې د ښځو لپاره ځانګړی پارک جوړ کړي.

پارک کې به ټولې کار کوونکې ښځې وي

له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، پر ښځو یې د کار، ټولنیزو فعالیتونو او د زدکړې برخه کې یو لړ محدودیتونه لګولي.

له دې وړاندې یې کابل او نورو ولایتونو کې پارکونو،‌ سینګارتونونو، لوبیزو ځایونو او حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی.‌

د طالبانو دې کړنو پراخ غبرګونونه پارولي او دا ډول کړنې یې د بشري حقونو ضد بلل شوې دي، خو طالبان وايي د شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

دا هم ولولئ:  د پښتو ادب دنګ چنار ونړېده، تراب څوک و؟

نور ولولئ: بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

خو پر دې سربېره طالبان د ښځو پر وړاندې داسې دریځ غوره کړی چې د شنونکي په نظر مېرمنې یې له ټولنې نفې کړي او حقوق یې تر پښو لاندې شوي دي.

نړیوال بنسټونه او افغانان له طالبانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې پوهنتونونه او پوهنځي پرانیزي، خو طالبانو تر اوسه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د دوی غوښتنې يې له پامه غورځولي چې په دې سره طالبان هم له ګڼو فشارونو سره مخامخ دي او دننه د دوی په منځ کې هم په دې باندې اختلافات شته، خو خبره یې تر رسنیو نه راوځي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button