نړیوال خبرونه

د باندنیو چارو وزارت: اسلامي امارت نړیوالې ټولنې سره اړیکو کې پرمختګ کړی.

اسلامي امارت د تعامل په ډګر کې پرمختګ کړی دی

د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی دی

د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، کابل اوس له ټولو ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې لري.

نړۍ ورځ په ورځ قوي او ښه کیږي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولانو سره په کتنه کې ویلي، دمګړۍ اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره رسمي اړیکې لري او په‌دې برخه کې پرمختګونه هم راغلي دي. ښاغلی متقي وايي: «د نړۍ له هېوادونو سره زموږ او ستاسو اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې او ښې کېږي. تاسو ګورئ چې د نړۍ او د سیمې له لویو هېوادونو څخه لوړ پوړي پلاوي کابل ته راځي او له کابله پلاوي نورو هېوادونو ته ځي  

نور یی ولوله | په کاپيسا کې کورنۍ د نجونو د ښوونځيو د نه خلاصېدو له امله اندېښمنې دي

نور یی ولوله | افغانستان د ښځو لپاره ناوړه ځای و پیژندل شو

امیرخان متقي په خپله وینا کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه هم څرګندونې کوي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي: د نړۍ له هېوادونو سره چې په هره کچه اړیکې لرو، هماغه اړیکې او تګ راتګ په رسمي بڼه دی، خو که رسمي اعلان نه‌دی شوی، دا یوه جلا مساله ده چې ډېری عوامل لري او موږ په‌دې کې لاسته راوړنې لرو

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو شاوخوا ۱۱ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د رسمېت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي چې د نړیوالو په باور لا تر اوسه کابل نه‌دي عملي کړي.

ورته مهال د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان د اسلامي امارت د رسمیت نه پیژندلو لامل د نړیوالې ټولنې  شرایطو ته غاړې نه ایښودل بولي. د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لاره کې بنسټیزه ستونزه د افغان ټولنې د واقعیتونو پر بنسټ د یوه ټول ګډونه حکومت نه‌شتوالی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button