سیمه ییز خبرونه

د بایډن او د سعودي وليعهد د افغانستان په اړه خبرې شوي

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.

د افغانستان د خلکو د ملاتړ، امنیت، کار او تعلیم په اړه خبرې وشو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د منځني ختیځ هېوادونو ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې پر سیمه ییزو مسایلو سربېره د افغانستان د خلکو پر ملاتړ، د امنیت پرټينګښت او کار او زده کړو ته د ښځو پر لاسرسي ټينګار کړی دی

دغو دوو جګپوړو چارواکو په یوې ګډې خبرپاڼه کې د امنیت په ټینګښت، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې، بشري حقونو، او د نجونو د زده کړو په برخه کې د افغانانو له غوښتنو ملاتړ ټینګار کړی دی د ګډې خپرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي دواړو لورو د افغانستان د امنیت او په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ. هغوی له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ، د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د تامین، د ښځو د حقونو د خوندیتوب په تېره بیا د نجونو د زده کړو د حق، روغتیايي خدمتونو د زیاتېدو او ښځو ته د کار د حق د ورکولو په برخو کې خپل ملاتړ اعلان کړ..

نور یی ولوله | ملاله یوسفزی ته ډطری افغانانو د کلیزې مبارکي ورکړه

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان په اړه نړیواله کنفرانس جوړوي

ورته مهال د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري د نجونو د زده کړو په هکله وايي:«لکه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي دي له ښځو د زده کړو حق اخیستل شوی دی او ښځو ته د کار حق نه ورکول کېږي دا ډول وضعیت ښځو ته ډېر دردونکی دی او د وضعیت د بدلون لپاره باید جدي اقدام وشي. بل خوا د اروپايي ټولنې چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو یوې جوړې شوې غونډه کې، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر آندریاس فون برانټ وویل:«هغه څه چې د افغانستان په تړاو وویل شول هم ډېر مهم دي او زه فکر کوم چې موږ د پاکستان په تړاو په کافي اندازه نه غږېږو. دا احتمالاً هغه څه دي چې کولای شم، ووایم چې د پاکستان په تړاو باید جدي ګامونه پورته شي او موږ له دې کار سره موافق یوو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button