سات تيرينړیوال خبرونه

د بایډن داړونکی سپی؛ تازه یې د سپینې ماڼۍ کارمند داړلی دی

د جوبایډن کومانډر په نوم سپي تازه د سپینې ماڼۍ یو کارمند داړلی دی چې دا یې دا یې یوولسمه داړنه شودل شوې

وايي “که واشنګټن کې ملګری غواړې، نو سپی وساته”، خو که د سپي داړل ۱۱ ځلو ته ورسېږي، نو دا له چتې وتلی سپی وګڼه.

دا مقوله د امریکا پخواني ولسمشر هري ترومان ته منسوبه شوې ده او اوسني ولسمشر جو بایډن پر هغه له دې شکایتونو سربېره عملي کړې ده چې د “کومانډر” په نامه کوچنی سپی یې ساتلی.

نور ولولئ: د تي سرطان په معلومولو کې د سپي مرسته

څه مونده وړاندې “کومانډر” د سپینې ماڼۍ د پټ خدمت ادارې یوه کارمنه وداړله. دا ددغه دوه کلن سپي له لوري سپینه ماڼۍ کې ۱۱مه داړنه ده. د داړلو په دې پېښو کې له ښکېلتیا وروسته “کومانډر” باید بېرته له سره وروزل شي.

د مېجر په نوم سپی هم د بایډن د کورنۍ دی

د بایډن کورنۍ د همدې خېل یو بل سپی هم لري چې “مېجر” یې بولي، خو د داړلو د ورته پې‍ښو له کبله له سپینې ماڼۍ لیرې کړل شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر هري ترومان: “که واشنګټن کې ملګری غواړې، نو سپی وساته”.

نور ولولئ: ایلان ماسک د ټویټر د مرغۍ شکل ابي لوګو د سپي شکل پر لوګو بدله کړه

سپینه ماڼۍ کې د کارمنانو ترمنځ ددغو سپیو داړلو اندېښنه ډېره کړې ده.

“کومانډر” سپی د جرمن پوونده (شپانه) په نامه د سپیو له نسله دی چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کې سپینې ماڼۍ ته وړل شوی دی.

د پټ خدمت په کارمندې برید

سي اېن اېن شبکې د خپلو سرچینو په حواله ویليو کله چې “کومانډر” د پټ خدمت پر یوې کارمنې برید وکړ او هغه یې وداړله، د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن یې په کابو کولو ونه توانېده.

د پټ خدمت یوه غړي په یوه برېښنالیک کې لیکلي: “زما په اند دا د وخت مسله ده، مخکې له دې چې پر یوه غړي برید وشي یا وداړل شي”.

بایډن د خپل سپي داړلو ته د توجیه موندلو په توګه ویلي، کله چې له هرې خوا د پټ خدمت غړي سپینه ماڼۍ کې ناڅاپه راښکاره شول او د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوه، سپي برید وکړ.

د بایډن کورنۍ د “ویلو” په نامه پیشو هم لري، خو پیشوګانې معمولاً اهلي شوي حیوانات دي چې سپینه ماڼۍ کې کمې لیدل کېږي.

په سپینه ماڼۍ کې بېلابېل اهلي شوي سپي ساتل شوي. د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د “میلي” په نامه سپی درلود او بارک اوباما بیا د “بو” او “ساني” په نومونو سپی ساتلي وو.

په غرب کې د سپیو ساتنه یو فرهنګ دی او هره کورنۍ سپی ساتي. یوه معقوله ده چې په غرب کې درې شیان خوښ وي، ښځه، پیشو او سپی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button