نړیوال خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت : د اا په غړو دې د سفر بندیزونه ختم شي

اسلامي امارت منع شوی دی

د اسلامي امارت د چارواکو د سفر معافیت له پای سره، د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې له بندیزونو د فشار د اوزار په توګه کار وا نه خلي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي که چېرې د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه ممنوع شي، دا کار به د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي

د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه باید لغوه شي

هغه زیاتوي چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ باید د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو ټول بندیزونه لېرې کړل شي. ښاغلي تکل وویل:«که چېرې پر سفرونو بندیز ولګېږي، د سیاسي خبرو اترو او تعامل پرځای، واټن رامنځته کېږي چې باید مخه یې ونیول شي. د امنیت شورا غړي باید درک کړي چې ځينې متعصبې کړۍ شته دي چې غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه میاشتي وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د مرستیال سید احمد شهید خیل د سفرونو معافیت لغوه کړ او د دیارلسو نورو چارواکو یې د دوو میاشتو لپاره تمیدید شو

ور یی ولوله | د بې وزلۍ زیاتوالی له امله هلمند کې ماشومانو درندو کارونو ته مخه کړه

ور یی ولوله | د نړی تر ټولو ټيټ قد سړی د سلمان خان فلیم کې واخیستل شو

خو دغه دیارلس تنه چې د سفرونو د معافیت دوره یې پای ته رسېدلې ده، څوک دي؟

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر، دریاست الوزار دویم مرستیال ملاعبدالسلام حنفي، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی، د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا، 

همداراز د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د حج او اوقاقو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست لطیف منصور هغه کسان دي، چې د سفرونو د معافیت دوره یې پای ته رسېدلې ده. د نړۍوالو چارو شنونکی سیدجواد سجادي وايي:«که چېرې د طالب چارواکو د سفرونو معافیت ونه غځول شي، د طالبانو حکومت به له ډېرې انزوا سره مخ شي او تر ډېرې فشار لاندې به راشي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button