کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل؛ پولیسو درې تورن کسان ووژل

کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي. د طالبانو پولیسو د غلا درې تورن کسان وژلي، په داسې حال کې چې فقر او بېکاري د جرمونو له احتمالي لاملونو بلل کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ځانګړو پولیسو یې د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د وسلهوالې نښتې پر مهال درې کسان وژلي چې د وسلهوالو غلاوو او وژنو په ترسره کولو تورن وو.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شویو کسانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د مریم لېسې په سیمه کې د افغان یونایټډ بانک د پیسو پر لېږدوونکي موټر وسلهوال برید کړی و.
د وزارت د ادعا له مخې، په دغه برید کې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او بریدګرو یوه اندازه پیسې له ځان سره وړې وې.
د کورنیو چارو وزارت وژل شوي کسان «مسلکي غله» بللي او عکسونه یې هم په خپلو خواله رسنیو کې خپاره کړي دي. خو د هغوی د جرمونو په اړه د خپلواکې قضايي پرېکړې معلومات نه دي وړاندې شوي.
وزارت زیاته کړې چې دغو کسانو په بغلان ولایت کې د نورجان په نوم د یوه کس په وژنه کې هم لاس درلود. نورجان په «طیب» مشهور و او د وزارت په وینا، بریدګرو یې موټر هم وړی و. کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل
د خبرپاڼې له مخې، دغه موټر د شنبې ورځې د عملیاتو پر مهال د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې د همدې قضیې په تړاو اووه نور کسان هم نیولي او محکمې ته یې معرفي کړي دي.
کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل او د فقر اغېزې
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو په وروستیو میاشتو کې د وسلهوالو غلاوو، د خلکو د شخصي توکو د تښتولو او نورو جرمي پېښو له امله اندېښنې څرګندې کړې دي. کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل
د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې هم ځینو رسنیو د کابل د شپږمې، اتمې او دیارلسمې امنیتي حوزو د اوسېدونکو له قوله د غلاوو د زیاتېدو شکایتونه خپاره کړي وو.
اقتصادي ستونزې، بېکاري او پراخ فقر هغه عوامل دي چې ځینې شنونکي یې د غلاوو او نورو جرمونو له احتمالي زیاتېدو سره تړي. په ځانګړي ډول د کابل په څېر لویو ښارونو کې، چې د کار فرصتونه محدود دي، اقتصادي فشارونه د ګڼو کورنیو پر ورځني ژوند اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال په راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود. کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل
د پانګونې کمښت او محدود اقتصادي فرصتونه
نړیوال بانک هم خبرداری ورکړی چې د نفوس چټکه وده، د پانګونې کمښت او محدود اقتصادي فرصتونه د افغانستان د کار بازار تر فشار لاندې ساتي.
دغه اقتصادي وضعیت د هغو کسانو لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړې چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره پر ورځني کار او محدود عاید تکیه کوي.
که څه هم بېکاري او فقر د جرمونو له احتمالي اغېزمنوونکو عواملو ګڼل کېږي، خو یوازې په دغو ستونزو د غلاوو د ټولو پېښو تفسیر سم نه دی. د جرمونو د زیاتېدو د کره کچې معلومولو لپاره هم منظمې او د باور وړ شمېرې اړینې دي. کابل کې د غلا جرمونو زیاتېدل



