Uncategorized

د بيان د ازادۍ نړیواله ورځ؛ نړۍ باید له خبریالانو سره ودرېږي

ملګرو ملتونو سږ کال د مې درېمه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت د وینا د خپلواکۍ اصل پر مراعتولو ټینګار کړی دی

یونیسکو بیا په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ پر داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې خبریالان مالوماتو ته د لاسرسي او پر رسنیو د سانسور او محدودیت لګولو نه شکایت کوي.

نور ولولئ: درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، زموږ ټولې ازادۍ د وینا پر ازادۍ ولاړې دي. د نړۍ په هر ګوټ کې د وینا ازادي تر برید لاندې ده.‌ نوموړي پر ټویټر لیکلي چې د وینا د ازادۍ پر ورځ،‌ او هره ورځ نړۍ باید له خبریالانو سره ودرېږي ځکه چې دوی له حقیقت سره ولاړ دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو را وروسته تر ټولو زیات محدودیتونه په رسنیو کې پر مېرمنو لګېدلي دي

ملکه احمدزۍ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبريالې تجربه لري وایي له يوې خوا مالوماتو ته د هغوى نه لاسرسى او له بلې خوا امنيتي ګواښونه د دې لامل شوي چې ډېرى ښځينه خبريالانې خپل کار پرېږدي.

اغلې ملکه وایي د طالبانو له خوا د رسنیو پر ښځینو کارکوونکو د محدودیتونو لګول د ګڼو افغان رسنیو د غږ د کمرنګه کېدو لامل شوې ده.

د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو رسمي شمېرې ښيي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو او د جمهوریت تر پرځېدو وروسته شاوخوا اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې یا یې له لاسه ورکړي دي.

دا هم ولولئ:  د متحده عربي اماراتو کې د رئیس الوزراء درملنه

امنیتي ګواښونو یا خو دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پریږدي او یا یې لویه برخه کې د کډوالۍ لاره خپله کړې ده.

افغانستان کې د رسنیو سانسور

کابل کې افغان خبریاله هیله مایار وایي هڅه یې کړې د محدودیتونو او د دې اندېښنو سره سره چې یوه ورځ به په بشپړ توګه د رسنیو له ډګر نه هم بي برخي کیږي خپل هېواد کې پاتي او رسنیزو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې پر رسنیو د واکمن سانسوري وضعیت څخه مالومیږي چې لګېدلي محدودیتونو یوازې تر مېرمنو پوري را لنډ نه دي.

نارینه خبریالان هم مالوماتو ته د لاسرسي او د وینا د خپلواکۍ برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.

یو شمېر ولایتي خبریالان هم په خپلو سیمو کې د طالبانو د غړو د ناسم چلند نه شکایت کوي او نیوکه کوي چې د هر خبر په اړه یې د پوښتونو ګرویږنو لپاره ور غواړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button