نړیوال خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ

ایمنیسټي انټرنشنل یا د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې نور د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

د طالبانو د له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې، چې د ولس په منځ کې یې غوغا جوړه کړه او پر ټولنیزو رسنیو یې سخت غبرګون وښود.

د دغو زر ورځو له پوره کېدو سره، د بښنې نړۍوال سازمان له دغې ډلې وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

د زده کړو له حق د نجونو محرومېدل

دغه سازمان ویلي، چې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.

د بښنې نړۍ‌وال سازمان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو سیاستونه د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.

نور ولولئ: یوازې په غزني کې «۲۴۹» ښوونځي ودانۍ نه لري

نور ولولئ: کرزی طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزی

د بشري حقونو دغه سازمان د «زده کړې جرم نه دی» هشتګ په کارولو سره لیکلي، چې طالبان باید سمدستي ټول منځني او له هغه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.

afghan (26)
د نجونو ښوونځی

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیدو یوه میاشت وروسته، دغه ډلې هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو د نجونو د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې.

د نجونو د ښوونځیو په اړه د طالبانو نامعلوم دریځ

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د تړلو په وخت کې ولس ته ژمنه ورکړه چې په نصاب کې بدلون او مناسب چاپیریال له رامنځته کېدو وروسته به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو له دې سره، سره دوی له ولس سره کړي ژمنې پوره نه کړې او د ښوونځیو دروازې لا هم تړلي دي.

په ۱۴۰۱ کال کې په پکتیا ولایت کې د نجونو پر مخ څو ورځې ښوونځي پرانیستل شول چې که دغه موضوع رسنیزه شوه، نو طالبانو سمدلاسه وتړل. نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله لاریون وکړ، چې وروسته بیا طالبانو د لاریون کوونکو نجونو وروڼه، پلرونه، ترونه او د کورنۍ نور غړي ونیول او زنداني یې کړل.

په ورته مهال نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه له طالبانو غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي، خو له دې سره سره لا هم طالبانو نه دې افغان ولس او نه هم نړیوالو سازمانونو دغه مشروع غوښتنې ته پام وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button