ستاسې اند او نظر

یوازې په غزني کې «۲۴۹» ښوونځي ودانۍ نه لري

غزني ولایت کې ۲۴۹ ښوونځي بې ودانیو دي او زده کوونکي یې لمر او باران ته درسونه وايي

په غزني ولایت کې په دومره لوی شمېر ښوونځیو د ودانیو نه درلودل، اندېښمنونکي ده. ددې سیمې خلک وايي، طالبان باید دغه برخې ته جدي پام وکړي او دغه ستونزه حل کړي.

د غزني اوسېدونکي د نورو ستونزو ترڅنګ، شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او هغوی چې ښوونځیو ته ځي، په ازاده فضا کې ژوند کوي. د غزني په مرکز او ولسواليو کې يو‌شمېر اوسېدونکي او ښوونکي د ښوونځيو د ودانيو له نه موجودیت څخه سر ټکوي او دې برخه کې پر طالبانو نيوکه کوي.

gazni (1)
افغان زده کوونکي

په قرباغ ولسوالۍ کې ښوونځیو حال

محمود چې د غزني په قره‌باغ ولسوالي کې ښوونکی دی وايي، په یاده ولسوالي کې دولس کاله وړاندې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، خو تراوسه یې کار نه‌دی بشپړ شوی.

نور ولولئ: د ټېکنالوژۍ برخه کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

نور ولولئ: توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

نور ولولئ: افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

د دغه ښوونکي په وینا، د غزني په ولسوالیو کې زیاتره ښوونځي هېڅ ودانۍ نه‌لري..» هغه زیاتوي: «شاوخوا دیارلس څوارلس کاله کېږي چې د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو تراوسه ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي په ازاده فضا کې خپل درسونه وايي. د لومړنۍ او منځنۍ دورو ډېری ښوونځي خو هېڅ ودانۍ نه لري.»

طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

د مناسب درسي چاپیریال نه موجودیت

په ورته وخت کې د غزني اوسېدونکي هم وايي چې د کلونو جګړې او ناامنۍ لامل شوي چې زده‌کوونکي د درس لوستلو لپاره له معیاري ټولګیو څخه بې‌برخې پاتې شي او تر خیمو لاندې زده‌کړې وکړي. د غزني د مرکز او اندړو ولسوالي اوسېدونکي ذکریا او رحمت‌الله وايي:

«له بده مرغه د کلونو جګړې لامل شوي چې ډېری ښوونځي ودانۍ ونه لري او زده‌کوونکي په کنډوالو کې یا هم تر ونو لاندې زده‌کړې وکړي. دا یوه لویه ننګونه ده؛ په ژمي کې له سختۍ یخنۍ او په اوړي کې هم له سوځوونکي لمر سره مخامخېږي.»

«عالي لیسه ودانۍ لري، خو د لومړنۍ او منځنۍ دورو ځینې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري او زده‌‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.»

بله‌خوا د ښوونې او روزنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي، د زده‌کوونکو لپاره د مناسبې درسي فضا او ښوونیزو امکاناتو نه‌ موجودیت د تدریس پر بهیر منفي اغېزې کوي. دوی وايي، په دغسې شرایطو کې زده‌کوونکي نه‌شي کولای چې په سمه توګه خپل درسونه زده کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button