د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقوق خوندی کړي
افغانستان –
د بښنې نړیوال سازمان وایی نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقوقو خوندیتوب ملاتړ وکړي او یاد سازمان وايي نړیواله ټولنه باید د خپلو اوږدو ژمنو له مخې په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي
د ایمنسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه کړی وه چی د ۱۶ مشهورو افغان مېرمنو لاسته راوړنو ستایلو د نوي کمپاین له پیل څخه وړاندی په یوه رپور کې شوې دې بنسټ د یو شمېر دې ښځو له خپلی وینا رپور کې ویلي چې د طالبانو له واک څخه وروسته د کار، تعلیم، وینا او احتجاج کولو په برخه کې د ښځو حقوق ندی ورکړل شوي او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي .په رپور کې ویل شوي پر افغانستان د طالبانو تر واک څخه وروسته پر افغان ښځو خورا سخت بندیزونه لګول شوي د روغتیا او ځینو نورو برخو څخه پرته په نورو چارو کې ښځو ته ویل شوي چې کارونو ته لاړی نه شي. رپور کې زیاته کړی چی د منځنیو ښونځیو او لیسو نجونې زده کونکې له تعلیمه څخه بي برخه شوی.
دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی
ښځې له محرم پرته له کوره څخه بهر ته د وتلو اجازت نلری او د جنسیتي توپیر له امله لوړو زده کړو برخه کې د ښځو ونډه خورا کمه شوې.خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دغه رپور بي بنیاده بللی او رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چی ګواکې ښځې له کوره څخه بهر نه شي وتلی د افغانستان په ښارونو کې ښځې ازادی ګرځي دا ډول پرپاګند د دښمنانو کړیو کار دی.
چې متاسفانه ځینې نړیوال سازمانونه یې داستدلال په توګه کاروي تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو حقوقو په برخه کې پام وړ پرمختګ شوی وو او څه باندې ۳،۳ میلیونه نجونو زده کړې کولېخو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ څخه وروسته د بشري حقوقو فعالان اندیښمن دی چې افغان ښځې به له خپلو حقوقو بي برخې شوی او د افغان ښځو د حقوقو خوندې کول د نړیوالو له اړخ د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې یو مهم شرط په توګه وړاندې شوی