نړیوال خبرونه

د بې پولې خبریالانو سازمان: افغانستان ۲۶ درجې شاتګ کړی

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، چې د خبریالانو د وژل کېدو او نیول کېدو په برخه افغانستان د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی

په داسې حال کې چې نن د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي، افغانستان د رسنیو د ازادۍ د شاخص پر بنسټ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن خپور شو راغلي چې چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې او توقیف له کبله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاتګ کړی دی.

د دغې موندنې له مخې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له اریتیریا او سوریې څخه وروسته په نړۍ کې د مطبوعاتو په ازادۍ کې په ۱۸۷م مقام کې دی په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان په دې شاخص کې ۱۵۲م مقام خپل کړی و.

ناروې، ډنمارک، سویډن، هالند، فنلنډ، استونیا، پرتګال، ایرلینډ، سویس او جرمني بیا په ترتیب سره له لومړي څخه تر لسم مقام لري.

“آرایس‌ایف” ویلي، اوسمهال زیات شمېر افغان خبریالان له افغانستانه وتلي او هغه چې پاتې دي د طالبانو د استخباراتو له لوري د نیولو له ګواښ سره مخ دي.

افغانستان کې خبریالان په خپلسري ډول نیول کېږي

د “آرایس‌ایف” په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې خبریالان په خپل سري ډول نیول کېږي او څو ورځې او یا میاشتې ربړول کېږي.

په راپور کې د فرانسوي افغان خبریال مرتضی بهبودي نیولو ته اشاره شوې چې څنګه هغه د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې له نیول کېدو وروسته نهه میاشتې زنداني شو.

خو د طالبانو حکومت مخکې ویلي چې خبریالان د خپل رسنیز کار په تړاو نه دي نیول شوي.

نور ولولئ:  تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

د “آرایس‌ایف” په راپور کې دغه شان راغلي چې د خبریالانو له لوري په حاکم نظام نیوکه کول جرم دی او خبریالان اړ دي چې ځانونه سانسور کړي، ان دا چې د راپور په ټکو په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان اړ دی چې خپل راپورونه له خپرېدو وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته واستوي.

7
افغان خبریالانې

په دې راپور کې دا هم راغلي چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې یو څو ځانګړې رسنۍ د افغانستان رښتینو پېښو ته انعکاس ورکوي او خلک اړ دي چې د انټرنېټ له لارې دغه رسنۍ تعقیب کړي.

د طالبانو په منځته راتګ د خبریالانو ازادي له منځه تللي

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د رسنیو ازادي له منځه تللې او د طالبانو په لومړیو درېیو میاشتو واکمنۍ کې نږدې ۴۳ سلنه رسنۍ وتړل شوې.

“آرایس‌ایف” ویلي چې د ۱۲زره افغان خبریالانو له ډلې دوه په درېیمه برخه یې خپل مسلک پرېښی او په هر لسو ښځینه خبریالانو کې د اته خبریالانو د کار مخه نیول شوې او ځینې چې لا هم کار کوي له ډول ډول محدودیتونو سره مخ دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان وايي په افغانستان کې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او هیڅ خبریال نه شي کولای حقیقتونه ووايي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button