Uncategorized

د تجارت وزارت: له چین غواړو د ورېښمو لار د پرانیستو بهیر چټک کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې اسلامي امارت د ورېښمو لارې د پرانستو لپاره چمتووالی لري او چین باید دغه بهیر چټک کړي. د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په یوې ویډیو کې همدارنګه وايي چې د ورېښمو لار به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته کړه

   ښاغلي عزیزي 

ښاغلي عزیزي وايي:«د واخان دهلیز یا د ورېښمو تاریخي لار کولای شي د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته کړي، او د توکو د ټرانزیټ ډاډمنه لار شي. بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، د ورېښمو له لارې سره د افغانستان یوځای کېدل د هېواد د اقتصادي ټيکاو او پراختیا په ګټه دي. د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«د یوه کمربند او یوې لارې»د ورېښمو لار اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندیزې لارې له طرحې سره د افغانستان نښلون، په ټول کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او ثبات په ګټه دی

نور یی ولوله | د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر په یو ورځنی سفر کابل ته راغلې

نور یی ولوله | ایا شاهین افریدي په غلني ډول واده کړی؟

د سوداګرۍ او پانګونې خونه

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه، په دې باور ده، چې د ورېښمو لار د سوداګرو لپاره کم لګښتې ده او افغانستان باید له دغې لارې سره وصل شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«له اقتصادي پوله واقعاً اهمیت لرونکې ده د دې لپاره چې لنډه ده او له هماغې لارې چې تېرېږي د افغانستان، چین، تاجیکستان، قرقیز، ازبیک او ترکمن او پاکستان او بلاخره ایران او اذربایجان په ګډون ټول هېوادونه ترې ګټه اخلي

دا هم ولولئ:  وېسټ: ازبکستان افغانستان ته د ورکړې برېښنا بهیر ته دوام ورکوي

د ورېښمو د نوې لارې یا«د یو کمربند او یوې لارې طرحه د چین ولسمشر د ورېښمو له لارې نه په الهام په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې کړه. دغه نوې طرحه د چین له لوري د ۱۳۰۰ مېلیارډ ډالرو په لګښت، د زرګونه کیلومټره سړک، د اوسپنې د پټلۍ او د اوبو او هوا د لارو د جوړېدو لپاره په پام کې نیول شوې ده

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button