سیمه ییز خبرونه

د تحریک انصاف ګوند پخواني مشر نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

پرویز خټک چې د تحریک انصاف پخوانی مشر دی، نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

د پاکستان تحریک انصاف يوه پخواني مشر پروېز خټک پېښور کې د ودونو په يوه شخصي تالار کې د نوي سياسي ګوند اعلان کړی. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې رسنيو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

سرچينې وايي، د نوي ګوند لپاره “د پاکستان تحریک انصاف پارلماني” ګوند نوم غوره شوی دی او ويل کېږي پروېز خټک د اسمبلۍ د څه باندې ۵۷ پخوانيو غړو ملاتړ له ځان سره لري.

نور ولولئ: د پاکستان پولیسو عمران خان نيولی

له تالاره بهر په ساده جامو کې ولاړو کسانو خبريالانو ته د عکسونو اخيستو اجازه نه ده ورکړې او ويلي يې دي چې د غونډې جزئیات او ويډيوګانې به وروسته له ټولو رسنيو سره شريکې کړل شي.

د انځورنو د اخیستو اجازه نه وه

سيمه کې يوه خبريال ويلي “هغو خبريالانو چې د عکسونو اخيستو هڅه کړې، موبايلونه یې ترې اخيستي او يا یې عکسونه ترې پاک کړي دي.”

پر وټس اپ ځينې خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې پروېز خټک د پي‌ټي‌ای پارلمان ګوند په نامه د سياسي ګوند اعلان کړی.

په دې خپرو شویو تصويرونو کې د خيبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزير محمود خان، شوکت علي خان اشتياق اورمړ او ځينې نور کسان تر سترګو کېږي.

نور ولولئ: پاکستان کې د می نهمې لاریونونو په تړاو ۳ افسران ګوښه او ۱۵ مجازات شول

په راځړېدلو شعارونو کې ويل شوي، “موږ د مې نهمې نېټې د پېښې په کلکه غندنه کوو.” د عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په لر او بر کې د مې میاشتې پر نهمه نېټه خورا پراخ احتجاجونه وشول او یو شمېر کسانو د پاکستاني پوځ پر مرکز او لاهور کې د قول اردو یا کور کمانډر پر مېشت ځای یرغلونه وکړل.

هغه کسان چې له تحریک انصاف ګوند ووتل

له دغې پېښې وروسته د تحریک انصاف ګوند يو شمېر مهم چارواکي له ګونده ووتل، چې په هغو کې فواد چوهدري، فردوس عاشق اعوان، شرين مزاري، عثمان بزدار، پروېز خټک، اسد عمر او ګڼ نور کسان شامل وو.

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان بيا دغه تورونه ردوي او د مې نهمې پېښو په اړه د ازادو پلټنو پر اړتيا ټينګار کوي.

پروېز خټک د پخواني لومړي وزير عمران خان يوه له نژدې ملګرو بلل کېده خو د روان کال د مې نهمې نټېې له پېښو وروسته يې له ګونده استفعا ورکړه.

لسګونه کسان چې د مې نهمې پر ورځ تاوتريخوالي پېښو کې پر ښکېلتيا تورن دي، پوځي محکمو کې تر محاکمې لاندې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button