ژوندسات تيري

د تي سرطان په معلومولو کې د سپي مرسته

سپي د یوې انګلنډۍ ښځې د تي سرطان په معلومولو کې ورسره مرسته کړې

دا به درته ډېره جالبه وي چې یو سپي له یوې ښځې سره د تي سرطان په معلومولو کې مرسته کړې ده او ښځه یې ددې ته متوجه کړې تر څو د خپل تي معاینات وکړي او معلومه کړي چې څه ستونزه لري، ځکه د هغې تي درد کړی دی. هغه چې کله روغتون ته تللي او د همدې برخې متخصص یې معاینات کړي، نو ښکاره شوي چې نوموړې د تي سرطان ناروغي لري.

تریشا وايي سپی به یې هغه هېڅکله یوازې پرېنږدي

انګلنډ کې یوه ښځه وايي‌، سپي یې ورسره مرسته کړې، چې پوه شي د تي پر سرطان اخته ده.

۵۰ کلنه تریشا الیسن چې د انګلند ښار ناتنګهم شایر ښار ولفورډ سیمه کې اوسېږي وايي، دوه کلن سپي “کالي‌کراس لونا” یې په اپرېل میاشت کې پر تي ورټوپ کړل او پښې یې پرې وهلې.

دا وايي”ما درد حس کړ او معایناتو ته ورغلم.”

له معایناتو وروسته مالومه شوه، چې آغلې الیسن د تي پر سرطان اخته ده او اوس تر درملنې لاندې ده.

دا ښځه د څو اولادونو مور ده

مېرمن الیسن چې د دوو ماشومانو مور ده او د ماشومانو د پالونکې په توګه کار کوي ویلي:”زه تلویزیون ته پر کوچ پرته وم چې لونا پر ما راټوپ کړ. هغه ډېر مینه ناک او مهربانه سپی دی مخکې یې هېڅکله داسې چلن نه و راسره کړی هغه به ما یوازې پرېنږدي.”

نوموړې زیاتوي:” له هغې وروسته زه ښه نه وم او درد مې احساساوه، ډاکټر لیدو ته مې وخت واخیست او معاینه مې وکړه، په دوو اوونیو کې یې پایله راغله چې سرطان یم، دوی ډېر ژر تشخیص کړ.”

آغلې الیسن وايي:” زه پوهېدم چې هغه زما کوچنې ژوند ژغورونکی دی.”

نور ولولئ: سګریټ پریښودل څو دقیقې، ساعتونه، ورځې او میاشتې وروسته څه پيښوي؟

هغې د ناتنګهم ښار په روغتون کې دوه عملیاته کړي، چې د سینې غوټه یې له منځه یوړل شي، خو لا هم تر درملنې لاندې ده.

هغه وايي:”ښه حس لرم. ما تل ځان کتلی او په وروستي ځل مې چې دا کار وکړ احساس مې کړه چې تي کې مې څه نشته.”

نوموړې دا هم ویلي چې:”زما په فکر دا کار د ښځو لپاره ډېر اړین دی، چې خپل تیونه وګوري آن که دوی په کور کې سپی هم و نه لري چې مرسته ورسره وکړي.” پر دې سربېره تریشا له خپل سپي نه خوښه ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button