ځاییهنر او ادب

د جاغوري هزاره وطنوال: “په خپل لګښت نوي لېسه جوړوو”

د غزني جاغوري ولسوالۍ هزاره وطنوال په یاده ولسوالۍ کې په خپل شخصي لګښت لېسه جوړوي

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هزاره وطنوالو د هېواد په جوړولو کې پراخه ونډه اخېستي ده. دوی له دې وړاندې هم د چک ډیمونو، ویالو، سربندونو او نورو عام المنفعه پروژو لپاره منظمه پانګه اچولي او په شخصي لګښت یې یاده پروژې سرته رسولي دي.

دغه وطنوالو دا ځل د یوې لېسې وداني په خپل شخصي لګښت چې د سیمې هلکان به په کې زده کړې کوي، جوړوي او چارې یې سرته رسوي.

په خپل شخصي لګښت د لېسې جوړول

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د افغان‌ناو سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د یو لېسه ښوونځي ودانۍ جوړوي.

سرچينې چهارشنبه د وري پر ۲۹مه ویلي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د ١٢ درسي خونو، یو لابراتوار، د استادانو او اداري دفترونو، د غونډو تالار، د مطالعې خونې، کتابتون او ولیبال ډګر درلودونکې ده.

نور ولولئ: د بامیان ولایت په اړه په زړه پورې شیان

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ښوونځي بودیجه شاوخوا ١٥٠ زره امريکايي ډالره ده.

ټاکل شوې چې دغه ودانۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي او لګښت به يې د یادې سيمې ځايي ولسونه او په اسټرالیا کې مېشت مسافرین پرې کوي.

afghan (2)
انځور، افغانستان زده کوونکي چې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د جاغوري اوسېدونکو له دې وړاندې هم پروژې پلي کړي دي

د جاغوري ولسوالۍ هزاره وطنوالو له دې وړاندې هم مهمې پروژې چې فنډ یا بودجه یې شخصي ورته پیدا کړې، پلي کړي او رغولي دي.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو تر دې دمخه هم د عامه ګټې اخیستنې ګڼې پروژې تأمین کړې دي.

تېر کال داسې راپورونه هم خپاره شول چې د سیمې طالب چارواکي په هغه پروژو کې سهم غواړي چې د یادې سیمې د خلکو په شخصي لګښت جوړېدې، خو وروسته بیا له مرکز کابل د طالب چارواکو ورته هدایت کړی و څو له دغه خلکو د مالیې او یا په بل نوم پیسې وانخلي.

پر دې ښوونځي سربېره د غزني د جاغوري اوسېدونکو په خپلو شخصي لګښتونو يو ښوونځى جوړ کړى و.

د یادې سیمې خلک په ځانګړي پیغام کې نورو افغانانو ته وايي، د هېواد په ابادۍ کې باید له هرې ممکنه لارې کار واخلي، څو په افغانستان کې حیاتي ستونزې په ګډه سره هوارې کړي.

د جاغوري اوسېدونکي د طالبانو له رژیم غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button