هنر او ادب

د جاوید امرخېل نوې سندره

جاوید امیرخېل په یوه نوې سندره کار کوي

د افغانستان مشهور سندرغاړی جاوید امیرخېل په یوه نوې سندره باندې کار کوي او وايي، چې د دغه سندرې کارونه په خلاصېدو دي او هېوادولو ته به د افغانستان د ابادۍ انګیزه ورکړي

جاوید امیرخیل د دریو رنګونو عکس خپور کړی دی

جاوید امیرخېل په خپله فیسبوکپاڼه کې د افغانستان د ملي بېرغ د درې رنګونو یو عکس خپور کړی دی او د نوې سندرې په اړه یې مینه والو ته زېری ورکړی دی. نوموړي په خپل پوسټ کې لیکلي دي: ((پر تاسې ټولو سلام درنښت! د منصوري سرود کارونه په خلاصیدو دي. د اګست په ۲۴ تاریخ به خپور شي. هیله مند یم چې د ګران افغانستان د ابادۍ انګیزه درکړي.))

نور یی ولوله | ساره علي خان ۲۷ کلنه شوه

نور یی ولوله | نغمه : ټول افغانان باید د ولس یووالي ته ار وکړي

د یادولو وړ ده، چې جاوید امیرخېل د ملي سندرو او ترانو له امله ډېر مشهور سندرغاړی دی، هغه د افغانستان لپاره داسې سندرې ویلي دي، چې هر ځای او د هر چا په زړه کې دي او خلک یې په مینه اوري.

خو یو کال وړاندې د افغان حکومت له سقوط وروسته جاوید امیرخېل هم له هېواده مسافر شوی دی او د معلوماتو له مخې، په دې یو کال کې به دا د نوموړي دویمه سندره وي، چې مینه والو ته یې وړاندې کوي.نوموړي د دې وړاندې په سلګونو سندرې نورې هم د افغانستان په اړه ویلي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button