هنر او ادب

نغمه : ټول افغانان باید د ولس یووالي ته ار وکړي

د افغانستان مشهوره سندرغاړې نغمه په یو ویډیويي پېغام کې وايي، چې راځئ د وطن، وطنپالنې او یووالي انګېزې بیا تازه کړو. دا خبرې هغې د خپل کنسرټ لپاره په یوه تبلیغاتي ویډیو کې ویلي دي.

کنسرټ به د سپټمبر په 10 د ویرجینیا په ایالت کې ترسره شي

د نغمې په فېسبوکپاڼه کې دغه خپره شوې ویډیو کې هغې له خلکو څخه هیله کړې ده، چې د امریکا په ورجینیا ایالت کې د سپتمبر په لسمه نېټه د هغې کنسرټ ترسره کېږي او له افغانانو یې هیله کړې ده، چې ورشي. د امریکا په ورجینیا ایالت کې د سپتمبر په لسمه نېټه باندې د افغانستان ورځ لمانځل کېږي، چې په دغه مراسمو کې نغمه ښاپېرۍ هم ګډون کوي او هغه به پکې کنسرټ وړاندې کړي.

نور یی ولوله | عامر خان د فلمونو د بریالیتوب یوازینۍ لاره روښانه کړه

نور یی ولوله | د ټنډولکر لور غواړي فلمونو کې کار پیل کړي

امریکا د افغانستان ورځ لمانځي

نغمه وايي: ((د افغان کور امریکا د سپتمبر په لسمه نېټه د ورجینیا په ایالت کې د افغانستان ورځ، لوی تاریخي او فرهنګي مراسم لمانځل کېږي او زه هم دغه مراسمو ته درځمه.))نوموړې وايي چې دا ډول پروګرامونه کې باید هر افغان ګډون وکړي.

هغه زیاتوي: ((ستاسو نه هم هیله کومه چې راشئ او دغه مراسم ښکلي او رنګین کړئ. راځئ د وطن، وطنپالنې او یووالي انګېزې یو وار بیا تازه کړو، ستاسو راتګ ته په تمه یمه.)) نوموړې د افغانستان سره ځانګړې مینه لري.او هر وخت هڅه کوي چې د وطن یووالي لپاره کار وکړی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button