نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

د حماس او اسراییلو تر منځ له اوربند پای ته رسېدو وروسته اسراییلو تازه پر غزه بریدونه کړي دي

په غزه کې له هغه وروسته د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي، چې اسرائیل پر حماس له اوربنده د سرغړاوي له تورونو وروسته بېرته جګړه پیل کړه.

د ۷ ورځني اوربند په ترڅ کې له اسرائیلي زندانونو ۲۴۰ فلسطینیان او دغه راز د حماس له لوري ۱۱۰ یرغمل شوي فلسطینیان خوشي شول. بي بي سي ته معلومه شوې، چې که څه هم جګړه بېرته پیل شوې، منځګړي د دواړو لوریو تر منځ د اوربند لپاره هڅې کوي.

نور ولولئ: جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

د اوربند له پای ته رسېدو لږ مخکې د اسرائیل په سویلي سیمو کې د توغندیزو بریدونو خبرداري سائرنونه وغږول شول او اسرائیلي پوځ وویل، له غزې یو توغول شوی توغندی یې له منځه وړی دی.

اسراییلو په هوايي بریدونو کې بېلابېل ځایونه په نښه کړي

بل لور د حماس تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت وویل، د اسرائیل هوايي بریدونو کې بېلابېلې سیمې په نښه شوې دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د سویلي غزې په رفح سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

نور ولولئ: حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

بل لور د الااهلي روغتون یوه ډاکتر فاضل ناعم په حواله همدا خبري اژانس وايي، په سویل کې پر غزه ښار د اسرائیلي بمبارۍ له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

له دې مخکې اسرائیل کې د زندانونو چارواکو وویل، له حماس سره یې د اوربند غځول شوې هوکړې له مخې ۳۰ نور فلسطیني زندانیان خوشي کړي دي.

د اوربند د غځېدو هڅې دوام لري

بل لور د حماس او اسرائیل تر منځ په غزه کې د اوربند غځولو لپاره خبرې روانې دي. امریکا متحده ایالتونه وايي، دوی ‘همدا شېبه ‘ له قطر، اسرائیل او مصر سره په خبرو بوخت دي، چې د اوربند غځولو لپاره هڅې وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې منځني ختیځ ته په سفر تللی وايي، اسرائیل چارواکو ته یې ویلي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره لا نور رغنده ګامونه پورته کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل، سملاسي تمرکز پر دې دی، چې نور یرغمل شوي کسان هم خوشي شي او غزې ته نورې مرستې هم ورسول شي، خو نوموړی په دې هکله هم وغږېد، چې راتلونکي کې به څه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button