نړیوال خبرونه

د خوست خبریالانو مرکز وايي د خبریالانو نیول د رسنیو له قانون سرغړونه ده

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي څلور افغان خبریالان او د رسنیو مسوولین چې دوه ورځې وړاندې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا نیول شوي وو، ازاد شوي دي

د رسنیو د ملاتړ دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د رسنیو ددغو کارکوونکو په خوشې کېدو خوښي څرګند کړه ده او د هغوی نیول یې د ډله يیزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

نور ولولئ: بلینکن وايي چې په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده

په اعلامیه کې ویل شوي: “باید د دوی ازادي نه وای اخیستل شوې. د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ او خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او مسوولين بايد د دوى کار محدود نه کړي، وې نه ګواښي، بلکې ملاتړ يې وکړي.”

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي: د رسنیو دا کارکوونکي په داسې حال کې نیول شوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره میاشت ژمنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو قضیې به یوازې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې حل او فصل کیږي

دې مرکز وړاندې ویلي و چې د غرغښت راډیو تلویزون مسوول مدیر سخی سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مسوول مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مسوول مدیر پامیراندیش مهیدي او د نن راډیو خبریال عبدالرحمان اشنا په خوست کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې ته ور غوښتل شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي د امر بالمعروف ادارې د رسنیو پر دغو مسوولینو تور لګولی چې رسنیو ته د اسلامي امارت لخوا د ټاکل شویو اصولو څخه یې سرغړونه کړې ده.

طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي وو چې موسیقي دې نه خپروي، د خبریالانو مرکز وايي: ممکن دا خبریالان له همدې کبله نیول شوي وي

د رسنیو بازار په نوم د خبریالانو د ملاتړ بنسټ د امربالمعروف ادارې له لورې د خبریالانو په نیولو نیوکه کړې ده. ددې بنسټ مشر حامد پویا وايي د رسنیو یاد کارکوونکي له دوو ورځو قید وروسته په لیکلي ضمانت خوشې شوي دي.

نور ولولئ: درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ویاند شبیر احمد عثماني له خولې ویلي دي چې دا خبریالان نیول شوي نه دي، بلکې د ځینو مهمو مسايیلو په اړه غوښتل شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button