ځایی

د خوست پر فضا بې پیلوټه الوتکې ګزمې کړي

خوست کې سرچینې افغان‌ناو ته ویلي چې ډرون الوتکې د خوست پر فضا ګزمې کړي دي

هاخوا طالبانو هم بار، بار ویلي چې د افغانستان فضا لا هم یرغمل ده او ددوی دا توان نشته چې د افغانستان فضا تر بشپړ کنټرول لاندې راولي.

افغان‌ناو ته سرچینو وویل، دا الوتکه سې‌شنبه د (غبرګولي ۱) له سهار راهیسې د خوست په فضا کې ګزمه کوي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه له کوم ځایه او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته ننوتې ده.

په خوست کې د امریکایانو موجودیت

خوست د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د امریکايي ځواکونو مهم ځای و. د معلوماتو پر اساس د خوست سلارنو اډه او زوړ میدان د امریکايي ځواکونو هغه اډې وې چې ټوله اسیا یې ترې رهبري کوله.

پر دې سربېره، دغه اډې پر پرمختللو وسایلو سمبال وې.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره په خوست کې د امریکایانو له وتو وروسته د زاړه میدان اډه تړل شوي، او تر اوسه ورته طالبانو نه دي نږدې شوي.

زاړه میدان ته نږدې یوې سرچینې افغان‌ناو ته وویل، تېر کال طالبانو غوښتل چې د سکواټر مشینرۍ په واسطه د زاړه میدان اډې دروازه وازه کړي، خو ډرون ورباندې حمله وکړه، سکواټور او ډیور په کې له منځه لاړل.

نور ولولئ: امیر خان ممتقي د ډرون الوتکو په اړه څه ویلي دي؟

نور ولولئ: طالبانو په غزني کې د ډرن الوتکې برید رد کړ

د سیمې خلک وايي، دغه اډه اوس هم داسې آلې نصب دي چې د ورنږدې کېدو پر مهال سېګنالونو لېږدوي.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

afghan (22)
ډرون الوتکه

په نورو ولایتونو کې د ډرون ګزمې

په وروستیو اوونیو کې لوګر، پروان، کاپیسا، بغلان، نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشیر، هرات او بدخشان ولایتونو د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.

له خوسته داسې مهال د بې پیلوټې الوتکې د ګزمو خبر ورکول کېږي چې دوه ورځې دمخه د لوګر محمداغې ولسوالۍ په شکارکلا سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ځانګړو طالب ځواکونو یو کمپ په نښه شو.

په هغه برید کې د یو قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

که څه هم طالبانو د دغې الوتکې د ګزمې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو تر دې دمخه یې څو ځلې پر امریکا د افغان هوايي حریم د سرغړونې له کبله نیوکې کړې دي.

په ورته مهال د حزب اسلامي ګوند مشر په خپلو ویناوو کې وايي، چې د افغانستان فضايي حریم خوندي نه بلکې اشغال دی.

دی زیاتوي چې اشغال دده په خبره بشپړ پای ته نه دی رسېدلی.

طالبان بیا د فضا په کنټرول کې خپله ناتواني په ډاګه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button