د خوست ښار ماسټر پلان تائید شو؛ د ښاري پراختیا لپاره مهم ګام

د خوست ښار ماسټر پلان د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په رسمي ډول تائید او لاسلیک شو. چارواکي وایي، دا پلان به د خوست ښار د منظمې، معیاري او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره بنسټیزه لاره هواره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د تخنیکي ارزونو تر بشپړېدو وروسته د خوست ښار ماسټر پلان په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د خوست ښار ماسټر پلان د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د شاوخوا یو کال پرلهپسې کار، ساحوي سروېګانو، تخنیکي مطالعاتو، د نفوس د ودې، ښاري پراختیا، چاپېریالي وضعیت، ترانسپورټي شبکو او د راتلونکو اړتیاوو د هر اړخیزې ارزونې پر بنسټ چمتو شوی دی.
د خوست ښار ماسټر پلان موخې
د چارواکو په وینا، د د خوست ښار ماسټر پلان اساسي موخه د ښار منظم او دوامدار پراختیا، د ښاري خدمتونو معیاري کول، د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، اداري او شنو سیمو مناسب تنظیم، د ترانسپورټي شبکو پراختیا، د عامه تاسیساتو لپاره د ځمکو ځانګړي کول او د راتلونکو لسیزو ښاري اړتیاوو ته چمتووالی دی.
وزارت زیاتوي، د دې پلان له عملي کېدو سره به د ښاري پراختیا بهیر د ټاکلو معیارونو له مخې پر مخ ولاړ شي او د خوست ښار راتلونکی پرمختګ به منظم او پلان شوی وي.
چارواکي څه وایي؟
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د خوست ښار ماسټر پلان د خوست ولایت د ښاري پراختیا په برخه کې یو مهم او بنسټیز ګام دی.
د هغه په وینا، د دغه پلان عملي کېدل به د غیرپلاني ودانیو د جوړېدو مخه ونیسي، د ښاري خدمتونو کیفیت به ښه کړي، د ترافیکي شبکو د تنظیم زمینه به برابره کړي او د ښار د متوازن او دوامدار پرمختګ لپاره به قوي بنسټ رامنځته کړي.
په نورو ولایتونو کې هم د ماسټر پلانونو لړۍ روانه ده
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم د ښاري پراختیا د معیاري کولو لپاره د ماسټر پلانونو د جوړولو، بیاکتنې او پلي کولو بهیر دوام لري، څو د افغانستان ښارونه د عصري ښاري اصولو او اوږدمهاله پراختیایي پلانونو له مخې وده وکړي.
د وزارت په باور، د خوست ښار ماسټر پلان به د ښاري خدمتونو د ښه کېدو، د منظمې ودانیزې پراختیا او د راتلونکو نسلونو اړتیاوو ته د مناسب ځواب ویلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.



