ژوندنړۍ خبرونه

د خپلو ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې مېرمن وبښل شوه

هغه ښځه چې “استرالیا کې د ځنځیري وژنو تر ټولو لویه قاتله” پېژندل کېده، له بنده د ازاده شوه

کاتلین فولبیګ په ۲۵ کاله بند محکومه شوې وه. کاتلین فولبیګ وروسته له هغې وبښل شوه، چې نویو شواهدو څرګنده کړه چې خپل څلور اولادونه یې نه دي وژلي.

پر کاتلین تور و، چې خپل دوه زامن کالیب او پیتریک او دوه لوڼې سارا او لورا یې وژلي دي.

نوموړې ۲۰ کاله په بند کې تېر کړل، خو یوې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې ساینس پوهان په دې باور دي چې ښايي اولادونه یې په طبیعي مرګ مړه شوي وي.

پر فولبیګ د څارنوالانو تور

آغلې فولبیګ چې دغه قضیه کې یې تل ځان بې ګناه ښودلی په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د خپلو اولادونو د وژلو په تور په ۲۵ کاله بنده محکومه شوې وه.

د نوموړې اولادونه د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ په پرلپسې ډول مړه شوي و، چې عمرونه یې ۱۹ میاشتو او ۱۹ ورځو تر منځ و.

د آغلې فولبیګ دوه ماشومان، چپ لاس ته لورا او ښي لاس ته پاتریک

په محکمه کې څارنوالانو پرې تور ولګاوه چې خپل ماشومان یې زندۍ کړي دي.

د قضیې بیا کتنه او د څارنوالانو نه قناعت

د قضیې بیا کتنه او د ۲۰۱۹ کال په یوه جلا څېړنه کې یې پر دغې ښځې د شک په تړاو هېڅ معقول دلیل ونه موندل شو .

خو په تازه څېړنه کې چې مشري یې یوه تقاعد شوي قاضي تام باتورېست کوله څارنوالانو ومنله، چې د جین د بدلون په اړه څېړنې یې د ماشومانو د مړېنې په اړه د دوی نظر بدل کړی دی.

نور ولولئ: پخواني افغان لوبغاړی له بنده ازاد شو

د نیو ساوت وېلز لوی څارنوال مایکل ډیلي د دوشنبې پر ورځ وویل، آغلی باتورېست دې پایلې ته رسېدلی چې اوس هم شکونه شته چې مېرمن فولبیګ دې مجرمه وي.

په پایله کې د دنیو ساوت ولز والي د نوموړې د بښنې سند لاسلیک کړ او له بنده د نوموړې د سملاسي خوشې کېدو امر یې وکړ.

ښاغلي ډیلي ویلي:”دا د هغې لپاره د شل کلن مصیبت تجربه وه، د ارامښت دعا ورته کوم.”

ښاغلي ډیلي دا هم ویلي، چې د آغلې فولبیګ غیر مشروطه بښنه د هغې محکومیت نه ردوي.

که د هغې محکومیت له پامه وغورځل شي نو ډېره شونتیا شته چې له حکومته د میلیونونه ډالرو د غرامت اخیستلو دعوه وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button