ژوند او ټولنه

د خپلو پیسو مدیریت زده کړئ

که چېرې تاسو د پیسو مدیریت ولرئ، د یوه ارام او ښکلي ژوند خاوندان به یاست

موږ په دې مقاله کې تاسو ته ښیو چې څه ډول خپلې پیسې سپما کړی او ددې کار لپار موثرې لارې چارې درته په ګوته کوو. په سلو کې ۲۵ امریکایان وايي چې دوی د پیسو په اړه اندېښمن دي او په دوی کې ۳۷ سلنه یې هغه کسان دي چې په مالي بحران کې د ۱۰۰۰ ډالري اعتباري کارت څخه ګټه پورته کوي.

نور ولولئ: څنګه خپل ذهن قوي کړو؟

نو که تاسو غواړئ چې ستاسو ژوند هوسا وي نو هڅه وکړئ چې خپلې پیسې مو مدیریت کړی او په دې سره له ستونزو ځانونه لرې وساتئ.

د خپل مالي وضعیت بررسي کول

که غواړی چې سپما ولری نو لومړی خپل مالي وضعیت بررسي کړی. کله چې تاسو خپل مالي وضعیت معلوم کړ، پر مصارفو مو ځان پوه کړ، نو بیا درته معلومېږي چې څه ډول کولی شي چې غیر ضروري شیان پرېږدي او ډېر مهم یې واخلې.

د خپلو پیسو لپاره ترتیب جوړ کړئ

خپلو پیسو ته د ترتیب جوړول دادي لکه مخکې چې وویل شول، غیر ضروري او ضروري اجناس تشخیص کړئ. که ضروري وو، هغه واخلی او که ضروري نه وو له هغو تېر شئ چې دا خپله د پیسو د سپما لپاره لار هواروي. په ترتیب جوړولو کې تاسو کولی شی چې چېرته پیسې مصرف کړئ او چېرته چې ضرورت نه وي، لګښتونه نه کوی.

هره ورځ خپل مالي چارې چک کړئ

تاسو د اوسني موقعیت له پوهېدو پرته نه شی کولی پرمختګ وکړی، ځکه نه پوهېږی چې له کوم ځایه پیل وکړی.

نور ولولئ: ١٠ ښه دلیلونه چې ولې دا په مکرر ډول د دندو بدلولو لپاره ښه نظر دی

هره ورځ پنځه دقیقې د خپلې بودجې د بررسۍ لپاره وخت بېل کړئ. ایا له اندازې زیاته خرچه کوی؟ ایا دا لګښت سم ده؟ پر دغو مضوعاتو پوهېدل ضروري دي ځکه په دې ډول تاسو یو ښه ترتیب رامنځته کولی شی. کېدای هره ورځ دا کار ستونزمن وي، خو ستاسو لپاره ګټور دی.

خپل انتخابونه راکم کړئ

لکه څه ډول چې پیسې مدیریت ته اړتیا لري، نو همدا ډول د انتخابونو مدیریت هم اړین دی. تاسو خپل انتخابونه تعقیب کړی تر څو وتوانېږی چې له میاشتنۍ بودجې یې لرې کړی. د بودجې راکمول د پیسو په مدیریت کې یوه غوره طریقه ده. تاسو سره مرسته کې چې پس‌انداز مو اسان او ښه شي.

اضطراري فنډ جوړ کړئ

د غیر متوقع لګښتونو پلان کول د پیسو اداره کولو غوره لاره ده.

بیړني بسپنه د هرچا لپاره خورا حیاتي کیدی شي. له بده مرغه، ژوند ستاسو په لاره کې داسې څه رامنځته کوي چې لوی لګښتونه غواړي، خو تاسو به ددې لپاره تیاری نیسی.

معمولا، دا بیړني لګښتونه د بېړنیو پیښو سره تړاو لري لکه ناروغي، د دندې له لاسه ورکول او داسې نور.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button