سیمه

د خیبرپښتونخوا بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز د تحریک طالبان برید

تحریک طالبان پاکستان د خیبرپښتونخوا بنو سیمه کې د پاکستان پر پوځي اډه لومړی موټر بم بریدونه وکړل او بیا دغه مرکز ته ننوتل

دغه برید نن (دوشنبه) سهار شاوخوا ۵ بجې شوی چې د دقیقو زیانونو په اړه یې لا هم جزیات نه دي خپاره شوي.

سیمه د پاکستاني پوځ له لوري کلابند ده او له پاسه پرې چورلکې ګزمې کوي.

جګړه لا هم روانه ده

له سیمې د افغان‌ناو سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ولسي خلک ټپیان دي.

خو په دې اړه د پاکستان پوځ کومه رسمي اعلامیه نه ده ورکړي.

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

له سیمې کره سرچینې وايي، نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

عامو خلکو ته اوښتي زیانونه

د دې تر څنګ د ورڅېرمه کورونو او بازار کې هم د ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان دی. دا د پیښې لومړۍ شیبې ښايي، د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

په سیمه کې لا هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي او جګړه روانه ده.

afghan (79)
په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز د برید انځور

د پاکستان پوځ سیمه کلابند کړي ده او چاته اجازه نه ورکوي تر څو یادې سیمې ته داخل شي.

د بنو پر پوځي اډه برید د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي لخوا شوی او پړه یې دوی پر غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو پر ضد د عزم استحکام په نوم عملیات پلان کړي او د تیارۍ چارې یې روانې دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې بریدونه او ناامنۍ زیاتې شوي دي.

پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره بهرنۍ ډیپلوماټیکې استازولۍ هم په ویره کې دي چې له امله یې دوه ورځې وړاندې د کراچۍ له ښاره د جرمني ډیپلوماټان هم ووتل.

د هرې ورځې په تېرېدو په پاکستان کې بریدونه په زیاتېدو دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button