ځایی

د درنې واورې ورېدو او توپان له امله د سالنګ لویه لار یو ځل بیا وتړل شوه

طالبان وايي، د سالنګونو لویه لار یو ځل بیا د درنې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

نن چهارشنبه (کب ۱۰ مه) د درنې واورې اورېدو له امله د سالنګونو لویه لار د هر ډول ترافیکو پرمخ وتړل شوه. د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې په دغه لویه لار کې د واورې ورېدو تر څنګ توپان هم دی، نو ځکه دغه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوي ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په اېکس پاڼه هم خبر ورکړی، چې ‏د سالنګونو لویه لار د درنې واورې د ورېدو او سخت توپان له امله د شپې په لسو بجو بیا وتړل شوه.

د سالنګ لویه لار تېره شپه ۱۰ بجې تړل شوې

دغه وزارت لیکلي، چې په سالنګونو کې لاهم واوره ورېږي، په شمالي سالنګ کې له تېرې ورځې راهیسې توپان هم رالوتی او د ليدلو کچې د کموالي له امله دغه لويه لار د ‏شپې ۱۰ بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

snowfalls1
د درنې واورې ورېدو او توپان له امله د سالنګ لویه لار یو ځل بیا وتړل شوه

دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتيا او لارې تر پرانيستل کېدو دې پر دغې لويې لارې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نور ولولئ:  د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

نور ولولئ:  په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

دا په داسې حال کې ده، چې دغه لویه لار د یکشنبې په شپه هم د درنو واورو ورېدو، سختو توپانونو او د دید کچې د کمېدو له امله تړل شوې وه، چې پرون سهار اووه بجې بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې ورېدو اټکل

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه دا هم لیکلي و، که چېرې واوره زیاته شي او توپان بیاځلی پیل شي؛ نو دغه لاره به یو ځلې بیا د تګ راتګ لپاره وتړل شي.

له بل پلوه ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې پرون او نن د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، ‏پروان، پنجشېر، کاپیسا، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د درنې واورې او شړکنده باران د ورېدو اټکل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په کب میاشت کې په افغانستان کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل زیات دی او کرونده‌ګر بیا وايي چې راتلونکی کال به اباد وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button