نړیوال خبرونه

د رفح ښار په سویلي برخه د صهیونیستي رژیم برید؛ فلسطینیان ټپیان کشوي او له سیمې وځي

د اسرائیلو صهیونیستي رژیم پلان لري چې د رفح ښار په سویلي برخه عملیات وکړي، فلسطینیان ټپیان کشوي او سیمه پرېږدي

د اسرائیلو صهیونیستي رژیم، وږیو، ژوبلو او بې کوره فلسطینیانو ته امر کړی چې د رفح ښار سویلي برخې پرېږدي، ځکه دوی د حماس پرضد عملیات کوي.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار پر ګاونډ برید وکړ او فلسطینیانو ته یې امر وکړ، چې د سویل پر لور ولاړ شي؛ ځکه چې پوځ د رفح ښار په سویلي برخو بریدونه کوي او دا هلته د حماس وسله والو پر وړاندې د عملیاتو وروستی پړاو دی.

د غزې اوسېدونکي

د غزې په ښار کې د شیجایه سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دوی د ماسپښین په لومړیو کې د ټانکونو د را نږدې کېدو او ډزو له امله حیران شوي، بې پیلوټه الوتکو هم پر ښار د شپې مهارل بریدونه کړي.

afghan (33)
فلسطینیان ټپیان کشوي او له سیمې وځي

د غزې ښار یو اوسيدونکي محمد جمال چې ۲۵ کلن دی رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «داسې ښکاري چې جګړه بیا پیلیږي، د بمباریو لړۍ زموږ په سیمه کې څو کورونه نړولي او ودانۍ یې ولړزولې».

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

د پنجشنبې په ورځ د فلسطین ملکي اضطراري خدماتو وویل، چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه په شیجایه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

ویل شوي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره شته چې ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

په کوڅو کې د صهیونیستي رژیم له ویرې د فلسطینیانو حال

د رویټرز له خوا تر لاسه شوي انځورونه ښیې، چې ښځې، نارینه او ماشومان د کڅوړو او خوراکي توکو سره د اسراییل له برید وروسته په کوڅو کې مڼډې وهي.

gaza 3 1
فلسطینیان ټپیان کشوي او له سیمې وځي

ځینې کسان د تیښتې پر مهال خپل ټپي شوي عزیزان هم له ځانه سره لیږدوي.

یوه سړي چې یو زخمي هلک یې په غیږ کې نیولی و، وویل: “دا (اسراییلي) اشغالګر موږ په نښه کوي، لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ. تاسو کولی شئ دلته ماشومان وګورئ، ماشومان په نښه کوي.”

د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي، چې دوی په شیجایه کې د تلفاتو په اړه څرګندونې نه کوي.

د بشر حقونو ګڼو سازمانونو، نړیوالو رسنیو، نړیوالې محکمې او نورو بنسټونو بار، بار ویلي چې صهیونیستي رژیم په غزه کې جنګي جنایت او نسل وژنه کړي، خو پر دې ټولو سربېره بیا هم امریکا او ملاتړي یې په منځني ختیځ کې له دغه رژیم خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button