نړیوال خبرونه

د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیه کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون بریدونه

تېره شپه د روسیې په شمال لویدیځ کې پر یوه هوايي ډګر برید شوی چې ځینې الوتکې یې ویجاړې کړي دي

د پسکوف پر هوايي ډګر برید کې د څلورو اېل-۷۶ ترانسپورتي الوتکو د ویجاړېدو خبر ورکړ شوی

د روسیې شمال لوېدیځ کې د پسکوف ښار پر هوايي ډګر د ډرون برید شوی دی.

د روسي رسنیو رپوټونو کې راغلي، چې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

نور ولولئ: پر مسکو د شپږمې شپې پرله‌پسې برید؛ پر ودانۍ د ډرون برید شوی

تر دې وړاندې د پسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی.

هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه پکې ښکاري او د یوې چاودنې غږ هم پکې اورېدل کېږي.

پسکوف د اوکرایین له پولې شاوخوا ۶۰۰ کلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.

اوکراین یې مسئولیت نه دی منلی

کیېف اکثرآ د روسیې خاوره کې دننه پر بریدونو تبصره نه کوي.

خو باور دا دی چې دغه هېواد په دې وروستیو کې د روسیې خاوره کې دننه پر اهدافو د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله بریدونه ډېر کړي دي.

پسکوف سیمه کې د می میاشتې وروستیو کې هم د ډرون برید خبر ورکړ شوی و.

د روسیې تاس خبري اژانس د بېړنیو خدماتو ادارې په حواله الوتکو ته د زیان اوښتلو رپوټ ورکړی دی.‌

نور ولولئ: د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی له منځه یووړ

دغه اژانس لیکلي “د ډرون د دغه برید پایله کې څلور اېل-۷۶ الوتکې ویجاړې شوې دي… اور ولګېد او دوه الوتکې پکې وسوځېدې.”

د ځینو هوايي دګرونو د الوتکو بندېدل

تاس همدا راز خبر ورکړی چې د مسکو د وېنوکوا هوايي ډګر پر سر هم الوتنې بندې شوې دي.

د پسکوف سیمه ییز والي میخایل وېدېرنیکوف پر ټېلېګرام لیکلي “دفاع وزارت د پسکوف پر هوايي ډګر یو ډرون برید شنډ کړی دی.”

هغه ویلي چې دی پخپله د برید ځای کې حاضر و.

ښاغلي وېدېرنیکوف زیاته کړې، لومړي مالومات ښيي چې دغه برید مرګژوبله نه لري.

د اوکرایین جګړې اړوند په نورو پرمختګونو کې روسيې ادعا کړې چې په تور سمندر کې یې د اوکرایین څلور چټکې بېړۍ ډوبې کړې چې شاوخوا ۵۰ پوځیان یې پکې سپاره وو، خو کیف تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د دومره اوږدې جګړې هېڅ آټکل نه و کړی، ځکه دوی فکر کاوه چې دا جګړه به د لنډ مهال لپاره وي او اوکراین به لاندې کړي، خو له اوکراین سره د غرب مرسته ددې لامل شوه څو دغه جګړه وغځوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button