نړیوال خبرونه

د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیې د اوکراین درې کلي نیولي

اړوند خبرونه:

ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د کرسک او همدا ډول د اوکراین په ځینو ختیځو سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو مېشت ځایونو«مالایا لوکنیا»، «چرکاسکویه پورچنویه» او اوکراین سره په پوله کې پروت د «کوسیتا» کنټرول ترلاسه کړی او د دوی عملیات دوام لري.

د روسیې د دفاع وزارت نن(دوشنبه، د کب ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، روسي ځواکونو د کرسک په سرحدي سیمه کې یو کلی بېرته نیولی دی.

رویټز خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسي ځواکونه هڅه کوي چې اوکرایني ځواکونه له کورسک څخه وباسي.

د روسیې دفاع وزارت همداراز ویلي، دغه عملیات یې د هغو اوکرایني ځواکونو د ایستلو لپاره روان کړي چې اووه میاشتې مخکې له پولې ور اوښتي وو، خو دا پوځي عملیات وروسته له هغې زور اخلي، چې ولادمیر زیلینسکي له روسیې سره سوله ونه منله.

باید وویل شي چې امریکا غواړي، پر اوکراین له هرې لارې فشار راوړي، ترڅو له روسیې سره سوله ومني، خو زیلینسکي بیا وایي، د هېواد لپاره تلپاتې سوله په دې شرط غواړي، چې په خبرو کې ګډون ولري.

د یادولو ده چې اوکرایني چارواکو تر اوسه د روسیې د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button