نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر اوکراین د امریکا لپاره دویم مقام بللی

د روسیې دغه لوړ پوړي استخباراتي مشر ویلي چې اوکراین به د امریکا لپاره دویم ویتنام وي

روسیې چې کله پر اوکراین حمله وکړه، نو غربي هېوادونو چې په سر کې یې امریکا ده، له اوکراین یې اقتصادي او نظامي ملاتړ وکړ، خو تر اوسه داسې ښکاري چې اوکراین د روسیې په مقابل کې تر اوسه کوم جګړییز پرمختګ نه دی کړی او په دې برخه کې خاص لاسته راوړنه نه لري.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر وایي، له اوکراین د لوېدیځ ملاتړ به دا جګړه د واشنګټن لپاره په «دویم ویتنام» بدله کړي.

نور ولولئ: له کاناډا زېلنسکي غوښتي چې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي

سرګي ناریشکین اېس وي ار مجلې ته په لیکنه کې زیاتوي، اوکراین به لوېدیځ ته «پر تور غار بدل شي او ډېر خلک او سرچینې به پکې ورک شي.»

دغه استخباراتي چارواکي په خپله خبره باور لري

د هغه په خبره: «په نتیجه کې امریکا پخپله ځان ته دویم ویتنام پیدا کوي او هره امریکايي اداره به ور سره لاس او ګرېوان وي.»

ویلادیمیر پوتین د تېر کال لومړیو کې اوکراین ته د پوځ لېږلو سره په تېرو شپږو لسیزو کې د روسیې او امریکا ترمنځ د ټکر تر ټولو ستر ډګر پرانیست.

لوېدیځ اوکراین ته د ۲۴۶ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته او وسلې ور کړې، خو بیا هم د کییف بریدونه ناکام شول او مسکو د دغه هېواد پر پنځمه برخه ولکه لري.

نور ولولئ: اوکراین کې د مسکو او غرب سیالي؛ کېم جونګ اون روسیې ته رسېدلي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو او روسیې مخامخ ښکېلتیا د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو په مانا بولي او وايي، امریکا به اوکراین ته پوځ ونه لېږي.

له امریکا د اوکراین ولسمشر ګیلې

د اوکراین ولسمشر بار بار ویلي چې امریکا تر اوسه په هغه کچه مرستې نه دي کړې لکه څه ډول چې اړتیا ده. اوکراین ته تر اوسه داسې وسلې نه دي سپارل شوي چې له مسکو سره ورباندې مقابله وکړای شي.

د ویتنام جګړه د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سړې جګړې پر مهال وه، چې پکې امریکا د سوېلي ویتنام او چین او روسیه د شمالي ویتنام په ملاتړ جنګېدل.

دا جګړه چې څو میلیونه کسان پکې ووژل شول پر ۱۹۷۵ کال د شمالي ویتنام په بریالیتوب او د امریکا په ماتې سره پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د امریکا تر ۸۵ زره پوځیان هم ووژل شول او په متحده ایالتونو کې یې د جګړې ضد ځواکمن غورځنګ پیدا کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button