ژوند

د روغتیا لپاره د لیمو ګټې

که تاسې هم د لېمو پوټکی یا پوستکی ایسته غورځوئ، نو له ډېرو ګټو یې بې برخې کېږئ، که څه هم د لېمو جوس په عام ډول کارول کېږي خو پوټکي ضایع کېږي.

څېړنو موندلې چې د لېمو پوټکي په زیاته اندازه بایو اکټیو مرکباتو لري، چې بې شمیره روغتیایي ګټې وړاندې کړي او همدغه راز په ویټامین سي، پیکټین، کلسیم، پوتاشیم، فایبر، (AHAs) او (flavonoids) لکه (d-limonene) هم په لوړه کچه پکې دي.

څېړنې ښیې چې د لېمو پوستکی د وزن کمولو کې مرسته کړي، د هډوکي، پوستکي او زړه روغتیا ته وده ورکوي او د خولې روغتیا او معافیت سیسټم پیاوړي کوي. سربیره پردې، د بدن زهرجن مواد وباسي. خو موږ نن هڅه کوو چې د لېمو د پوستکي ګټې او په غذایي رژیم او ښکلا کې د رول په اړه وغږیږو.

د لېمو د پوستکي ځانګړتیا:

د لېمو پوستکی لږه کالوي لري او فایبر، ویټامین سي او وډي لیمونین یې زیات دي او خورا ډېر منرالونه هم لري. د لېمو پوستکی هیڅ ډول مضرې اغیزې نه لري او د انسانانو لپاره غوره ګڼل کېږي. د لیمو د پوستکي ګټې په لاندې ډول دي:

د لیمو پوستکی د روغتیا لپاره ګټور دی:

د لېمو پوستکی د بکتریایي ناروغیو لکه د غاښونو چینجي او د غاښونو د انتان مخنیوي کې مرسته کوي. د (flavonoids) او ویټامین سي یې د معافیت پیاوړتیا کې مرسته کوي. همدغه راز د وینې د سپینو حجرو وده زیاتوي، چې د سرطاني حجرو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د لېمو په پوستکي کې د ډي لیمونین مرکب د د تیږو ناروغۍ په درملنه کې ګټور وي او د وزن په کمولو کې هم مهم رول لوبوي، ځکه چې د لېمو پوستکی د پیکټین په نوم یوه لري چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

څه ډول یې استعمال کړو؟

لومړی د لېمو پوستکی وچ کړئ او بیا یې وټکوئ، بیا یې پوډر له اوبو سره وخورئ. مخکې له دې چې کوم نوي خواړه وخورئ، اړینه ده چې د فزیکي روغتیا په برخه کې یې د اجزاو ګټې او مضرظ اغیزې وپیژنئ.

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

د پوستکي لپاره د لظمو د پوستکي حیرانونکي ګټې:

لېمو وزبېښئ او د لېمو د پوستکي پوډر ور اضافه کړئ. په دې ترکیب خپل پوستکی مساج کړئ او له شل دقیقو وروسته یې په سړو اوبو ومینځئ. په ورځ کې دوه یا درې ځلې د دې طریقې په کارولو سره له ځوانو دانو خلاصیدلی شئ. د لېمو په پوستکي کې د انټي اکسیډنټ شمیر د لېمو په پرتله ډېر دی نو د پوستکي د نورو ناروغیو لپاره هم اغېزمن تمامېږي.

په طبیعي ډول د بدن او پوستکي اوبه پوره کېدل:

په طبیعي ډول د بند اوبه پوره کېدلو لپاره د لېمو پوستکی راواخلئ او په ورځ کې یې څو ځله په ټول مخ ووهئ. د لیمو پوستکی د اوړي په موسم د پوستکي لپاره ګټور وي. که پښې مو بدبویي لري یا چاودېدلې وي، نو د دې لپاره په اوبو کې د لېمو پوستکی واچوئ او پښې پکې کېږدئ.

مخ مو ښایسته کړئ:

د لېمو پوستکی راواخلئ، یو څه بوره او د زیتون تېل ور واچوئ، بیا په همدې ترکیب خپل مخ او بدن غوړ یا مساج کړئ. همدغه راز د لېمو پوستکی مخ سپینوي، داغونه یې لېرې کوي.

د ویښتانو د ودې لپاره د لېمو پوستکی وکاروئ:

دا یو حقیقت دی چې د لېمو پوستکی د لېمو د اوبو په پرتله خورا زیات غذایي مواد لري او له همدې امله د ویښتانو په روغتیا کې هم حیرانونکی رول لوبوي. که غواړئ ویښته مو وده وکړي لومړی د لیمو پوستکي پوډر راواخلئ او د ویښتان ماسک ترې جوړ کړئ.

یو کاچوغه د لېمو پوډر راواخلئ او د ویښتو اوږدوالي سره سم له دوه څخه تر دریو کاچوغو ایلوویرا جیلو سره ګډ کړئ او د الوویرا پرځای مستې هم کارولی شئ او کریم ترې جوړ کړئ، بیا یې پر سر ووهئ. نیم ساعت وروسته یې په ښه شامپو سره ومینځئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button