ژوند

د سردرد ښه کېدو لپاره ځینې لارې

سردردي یوه داسې عامه ستونزه ده چې ځیني کسان هره ورځ ورسره مخامخ کېږي

که څه هم د سردرد لپاره بېلابېل ډوله درمل هم شته، خو دلته یې طبیعي لارې هم درښیو، ځکه طبیعي لارې تر درملو غوره او کم جانبي عوارض لري.

د سر درد د ښه کېدو لپاره د مایعاتو کارول

اوبه وڅښئ:

په بدن کې د اوبو کموالی د سردردۍ لامل کېږي. څېړنو ښودلي چې په بدن کې د اوبو کموالی د سردردي لامل کېږي، نو که چېرته ستاسو سردرد هم له همدې امله وي نو د اوبو له څښلو وروسته به مو له څو دقیقو تر دریو ساعتونو پوري د سردرد مکمل ښه شي.

الکول مه څښئ، یا یې کم کړئ:

(دا برخه د لوېدیځوالو لپاره ده) ځیني وخت په هغو کسانو کې چې دوامداره الکول څښي، د سردرد لامل یې کېږي. نو غوره ده چې څښل یې بند کړل شي او یا هم کم کړل شي.

چای یا کافیئن لرونکې قهوه وڅښئ:

هغه څښاک چې کافیئن لري لکه چای او کافیئن لرونکې قهوه، کولای شي د سر درد کم کړي. کافيئن د خلکو د اخلاقو، خوصلې او هوښیارۍ په ډېرولو کې هم مرسته کوي. که تاسو غواړئ چې د سردردي په وخت کافیئن وکاروئ، نو زیات مه کاروئ، ځکه د بل هر څه په څېر که کافیئن هم زیات وکارول شي زیان لري.

د سردردۍ د مخنیوي لپاره لاندې لارې چارې هم ګټورې دي

خوب مو پوره کړئ:

د خوب کموالی د بدن لپاره د نورو ستونزو تر څنګ د سردردي لامل هم کېږي. څېړنو په ډاګه کړې ده، هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۶ ساعته کم خوب کوي دوامداره سردردي لري. خو ډېر خوب هم بیا د سردردي لامل کېږي. نو تاسو باید هره ورځ له ۷ تر ۹ ساعتونو پوري خوب وکړئ، چې ډېر مناسب خوب بلل کېږي.

د اړتیا وړ غوړي وکاروئ:

هغه غوړي چې له طبیعي بوټو څخه جوړ شوي وي غوره درمل دي.

ويټامین بې کمپلکس تجربه کړئ:

ويټامین بې ډله د محلولې موادو مهم مغذي مواد دي چې په بدن کې ډېر مهم رول تر سره کوي. د بېلګې په ډول؛ د عصابو له لېږدوونکو سره مرسته کوي تر څو خوراک په انرژۍ بدل کړي. همدارنګه ځيني ويټامین د سردردي مخه هم نیولای شي. څېړنې په ډاګه کوي چې د ویټامین ډي ډله چې ټول اته ګروپه لري، د بدن د نورو برخو تر څنګ د سردردي لپاره هم بې خطره او ګټور دي.

نور ولولئ: په هیل(لاچي) سره کولی شئ چې د سینې درد، د ستوني تکلیف او ټوخی لري کړئ

د اوبو په یخي ټوټې سره د سر درد ارام کړئ:

کله چې تاسو په سر باندې یو لمده یخه ټوټه ږدئ، نو هغه د التهاب د کموالي او د عصابو په رګونو کې د ویني د جریان د تېزوالي لامل کېږي، چې دا ټول د سر درد کموي.

سم خوراکي ریژیم وټاکئ:

تاسو باید خوراکي ريژيم منظم کړئ او هغه څه چې د سردردي لامل مو کېږي باید له خوارکي ريژيم څخه یې وباسئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button